سه شنبه, مې 12, 2026
Homeافغانستانکابل او تاشکند؛د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې...

کابل او تاشکند؛د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د اوزبیکستان د قاره‌قالپاقستان د عالی مجلس د لوړ پوړي پلاوي ترمنځ په یوه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، له اوزبیک لوري سره د صادراتو د زیاتوالي، ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

د راپور له مخې، په غونډه کې د افغانستان د مهمو صادراتي توکو لکه پنبې، ډبرو سکرو، تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ، د خوړو او ساختماني سکتورونو د پیاوړتیا، د درملو تولید، د معدني موادو پروسس او د ګرځندوی صنعت د ودې په اړه هم نظرونه تبادله شوي.

همدارنګه دواړو لورو د نړیوالو ګډو نندارتونونو د معیاري کولو او د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا پر اړتیا ټینګار شوی.

بل خوا، د اوزبیکستان پلاوي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان، قرغیزستان او روسیې په بازارونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیزي، څو د افغانستان د صادراتي توکو د بازارموندنې او لېږد بهیر لا پیاوړی شي.

د خبر پاڼې له مخې، په مقابل کې، افغان لوري د ترمز په بازار کې د قاره‌قالپاقستان د همغږۍ د دفتر د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته د مستقیمو اړیکو او سوداګریز تعامل زمینه برابره شي.

د افغان لوري په وینا، د حیرتان په بندر کې د دوه زره جریبه ځمکې په اندازه ځانګړی اقتصادي زون د پانګونې لپاره ځانګړی شوی، چې د اوزبیکستان پانګوالو ته مهم فرصت بلل کېږي.

تمه ده چې د اوزبیکستان لوړ پوړی پلاوی به د بلخ ولایت د سفر په ترڅ کې په مزارشریف کې د خپل هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم پرانیزي، چې هدف یې د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا بلل کېږي

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here