فاکسنیوز راپور ورکړی چې که د واشنګټن او ایران ترمنځ روانې خبرې ناکامې شي، ښايي امریکا ژر د تهران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره اقدام وکړي.
راپور د امریکا د هوايي ځواک د متقاعد جنرال ډيويډ ډپټولا له قوله لیکلي چې که مذاکرات له منځه ولاړ شي، امریکا به هڅه وکړي د ایران هغه فشاروونکي او نظامي ابزار له منځه یوسي چې تهران یې د نفوذ او فشار لپاره کاروي.
د هغه په وینا، هغه وړتیاوې چې ښايي د امریکا د احتمالي هدفونو په مرکز کې وي، پکې بالستیک توغندي، کروز توغندي، هوايي دفاعي سیسټمونه، سمندري بریدیز تجهیزات، د قوماندې او کنټرول شبکې، د سپاه پاسداران اړوند بنسټونه، د نیابتي ځواکونو د ملاتړ لارې او اټومي تاسیسات شامل دي.
بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلس فاکسنیوز ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ ټول انتخابونه پر مېز ساتلي او هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
هغې زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره ټول ممکن انتخابونه په پام کې نیولي دي.

