د بریتانیا د سوداګریزې سمندري بېړۍ چلونې ادارې ویلي، د قطر ساحل ته نږدې پر یوې بار وړونکې بېړۍ توغندیز برید شوی دی.
د راپور له مخې، دا پېښه د قطر له ساحلونو شاوخوا ۲۳ میله لرې رامنځته شوې، چې له برید وروسته په بېړۍ کې اور ولګېد، خو وروسته د بېړۍ عملې اور مهار کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې په دې پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.

