سه شنبه, مې 12, 2026
Homeافغانستاند اروپا ټولنې استازې:اروپايي اتحادیه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده

د اروپا ټولنې استازې:اروپايي اتحادیه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده

په کابل کې د اروپايي اتحادیې استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار د اروپا ورځې په مناسبت ویلي، اروپايي اتحادیه د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.

بوسکوویچ پوهار په خپله اېکس ټینګار کړی چې د افغانانو عزت، زغم او راتلونکی د اروپايي اتحادیې لپاره مهم ارزښت لري.

د نوموړې په وینا، هره دنده چې رامنځته کېږي، هر ماشوم چې زده‌کړې ترلاسه کوي او هره کورنۍ چې ملاتړ کېږي، د ثبات او سولې لپاره پانګونه بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here