سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 279

کندهار؛په رېګستان ولسوالۍ کې نامعلومه بې‌پیلوټه الوتکه رالوېدلې

له کندهار څخه یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت د رېګستان ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.

د سرچینو په وینا، پېښه په داسې ځای کې رامنځته شوې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.

سرچینو د یادې الوتکې د نوعیت او د هغې د مالکیت په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې د پېښې د څرنګوالي او علت معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

ریحام خان؛زما د ګوند سیاست به د بدلون، شفافیت او ولسي خدمت پر بنسټ ولاړ وي

0

پخوانۍ خبریاله او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ مېرمن ریحام خان په پاکستان کې د پاکستان ریپبلک پارټي (Pakistan Republic Party) په نوم خپل نوی سیاسي ګوند اعلان کړ.

ریحام خان وویل چې دا ګوند به د عام ولس، ښځو، بزګرانو او ځوانانو غږ پورته کوي او موخه یې دا ده چې د دودیزو سیاسي کورنیو پر ځای عادي خلکو ته په سیاست کې ریښتینی استازیتوب ورکړي.

نوموړې زیاته کړه چې د دې ګوند سیاست به د بدلون، شفافیت او ولسي خدمت پر بنسټ ولاړ وي.

شاه محمود میاخیل:د افغانستان لپاره د بشري مرستو د درولو کمپاین د انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل دی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د افغانستان لپاره د بشري مرستو د درولو کمپاین غندلی او ویلي یې دي، چې دا کار د انساني، اخلاقي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ډېرو افغانانو ژوند پر دغو مرستو ولاړ دی او ولس باید د طالبانو او یا هم د نړیوالو د ناسم سیاست قرباني نه شي.

د ښاغلي میاخیل په وینا، د مرستو بندول حل لاره نه ده، بلکې باید داسې میکانېزمونه رامنځته شي چې مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي.

شاه محمود میاخېل همداراز ویلي، چې افغانان باید د سیاسي او شخصي ګټو د کمپاینونو قرباني نه شي او د هر اقدام موخه باید د ولس هوساینه وي.

امریکا؛د افغانستان پخواني بلک‌هاک هلیکوپټرونه پېرو ته سپارلي

راپورونه وایي چې امریکا هغه بلک‌هاک هلیکوپټرونه چې د افغانستان هوايي ځواک پورې یې تړاو درلود او په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته انتقال شوي وو، اوس د پېرو هېواد ته سپارلي دي.

د «SA Defensa» د معلوماتو له مخې، واشنګټن مخکې هم یو شمېر دغه هلیکوپټرونه پېرو ته ورکړي وو او ځینې نور یې بېرته امریکا ته لېږدولي دي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې دا الوتکې د افغانستان ملي شتمني ده او باید بېرته کابل ته وسپارل شي؛ خو ازبکستان دا تجهیزات د امریکا ملکیت بللي او د سپارلو غوښتنه یې رد کړې ده.

فضل محمود فضلي:د بهرنیو طرحو مخالفت کوونکي خپله د بهرنیانو پر مرستو ولاړ دي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، هغه ډلې چې د بهرنیو طرحو د مخالفت شعارونه ورکوي، په عمل کې خپله د بهرنیو هېوادونو پر مالي او سیاسي ملاتړ متکي دي او دا د هغوی د ادعاوو صداقت تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه ټینګار کړی چې که څوک رښتیا هم د بهرنیو طرحو مخالف وي؛ نو باید د بهرنیانو په لګښت جوړو شویو کنفرانسونو کې ګډون ونه کړي او خپل سفرونه او نور لګښتونه پر بهرنیانو ونه کړي.

د فضلي په وینا، هغه ناستې چې په ویانا، لندن او پاریس کې د بهرنیو په ملاتړ ترسره کېږي، د خپلواک سیاست نښه نه ده.

فضلي زیاته کړې چې د بهرنیو پر مرستو ولاړې ډلې په عملي توګه د هغوی د وسیلې په توګه کار کوي، او ټینګار یې کړی چې له بهرنیو هېوادونو سره د سیاسي او نظامي اړیکو حق یوازې مشروع دولتونو ته ورپاتې دی، نه افرادو او سازمانونو ته.

استرالیا کې د یهودیانو په مراسمو ډزې؛ د سیډني ډزو وروسته په ملبورن کې د حنوکا مراسم لغوه شول

0

اسرایلي رسنۍ وایي د استرالیا په سیډني ښار کې د یهودیانو په مراسمو کې د ډزو له امله لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

په سیډني کې له برید وروسته په ملبورن کې د حنوکا مراسم لغوه شوي دي.

تردې مهاله د پیښې د څرنګوالي په اړه جزیات نشته.

له شپږ کلنې مینې وروسته؛ارجن رامپال له خپلې ملګرې سره د کوژدې اعلان وکړ

0

د بالیووډ وتلي اداکار ارجن رامپال د شپږ کلنې ملګرتیا وروسته ومنله چې د خپل ژوند ملګرې ګابرییلا ډیمیټریاډس سره یې کوژده کړې.

نوموړي دا خبره په دې وروستیو کې د اداکارې ریا چکرورتي سره د یوې مرکې پر مهال کړي دي.

مرکه کې ګابرییلا د مینې او مور و پلار کېدو د تجربو په اړه په ښکاره ډول خبرې وکړې او ویې ویل چې مینه ډېری وخت له شرطونو سره وي؛ خو کله چې اولاد ولرې، بیا شرطونه نه شي لګول کېدای.

هغې زیاته کړه: «دا خبره نه ده چې زه یوازې د هغه د ښکلا له امله ورپسې وم، او هیله ده چې هغه هم زما په اړه داسې فکر نه وي کړی.»

ارجن رامپال په خندا ځواب ورکړ: «زه رښتیا هم د هغې د ښکلا له امله ورپسې وم؛ خو وروسته پوه شوم چې په هغې کې له ښکلا پرته نور ډېر څه هم شته.»

د همدې خبرو پر مهال ګابرییلا وویل چې دوی لا واده نه دی کړی؛ خو ارجن سملاسي وویل: «موږ کوژده کړې ده»، چې دا خبره د ریا چکرورتي لپاره هم د حیرانتیا وړ وه.

د یادونې وړ ده چې ارجن رامپال او ګابرییلا ډیمیټریاډس له ۲۰۱۸ کال راهیسې یوځای دي او دوه زامن لري.

ایران:د افغانستان او پاکستان هر ډول ترینګلتیا پر ایران هم اغېز لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول تاوتریخوالی او سیاسي ترینګلتیا کولی شي پر ایران هم مستقیم اغېز ولري، ځکه ایران له دواړو هېوادونو سره ګډې پولې لري.

بقايي دا څرګندونې د خپلې اونیزې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل چې په تهران کې د افغانستان په اړه په څلورمه سیمه‌ییزه غونډه کې به د دې هېواد اړوند ټول مهم سیاسي، امنیتي او بشري موضوعات وڅېړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د طالبانو حکومت استازي په دې غونډه کې ګډون نه کوي، وویل چې تهران د کابل پرېکړې ته درناوی لري؛ خو د هغه په وینا، د طالبانو حکومت حضور په دې ډول غونډو کې کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تفاهم فضا پیاوړې کړي او د شته ستونزو د حل لامل شي.

بقايي ټینګار کړی چې سیمه‌ییزې ناستې د خبرو اترو، همغږۍ او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.

ایران؛تهران کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه غونډه پیل شوه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په تهران کې د سیمه‌ییزې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظمې خبرو اترو جوړول یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې چې دا ډول غونډې نه یوازې د غلط فهمیو د کمولو په برخه کې مرسته کوي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشردوستانه همکاریو د همغږۍ زمینه هم برابروي.

عراقچي ټینګار کړی چې دغه غونډې د شخړو د کمولو او د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.

دا غونډه د کابل-اسلام‌آباد د شخړو پر محور تر سره کېږي؛ خو د طالبانو حکومت کوم استازي پکې ګډون نه دی کړی.

حنیف اتمر:تهران کې د افغانستان د وضعیت په اړه سیمه‌ییزه غونډه د سیاسي پرمختګ مهم فرصت دی

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، په تهران کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه کولی شي د سیاسي پروسې د پرمختګ او د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي، څو د افغانستان د بحرانونو لپاره دایمي حل لارې ولټول شي.

هغه ټینګار کړی چې دا غونډه باید د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ضرورت څرګند کړي، څو د کورنیو بحرانونو په حل کې ګامونه پورته شي او د افغانستان د حکومت نړیوال مسؤلیتونه او ژمنې عملي شي.

اتمر زیاته کړې چې له افغان اړخونو تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر ترسره کړي او خپل ملاتړ ترې اعلان کړي.

هغه همدارنګه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو د هم‌غږۍ اعلامیې یادونه کړې ا ویلي چې دغه اعلامیه باید سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو ته ډاډ ورکړي چې د هېواد سیاسي جریانونه د سیاسي حل په لټه کې هم‌غږي او چمتو دي.