سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 278

شمالي وزیرستان؛د نجونو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

0

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ د میرعلي په «ایپي» سیمه کې د نجونو لپاره یو دولتي لومړنی ښوونیز مرکز د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله بشپړ ویجاړ شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، چې ناپېژاندو کسانو په ښوونځي کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه راونړېده.

تر اوسه د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د کولمبیا په شمال کې؛د ښوونځي بس چپه کېدو ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د کولمبیا په شمال کې د ښوونځي زده‌کوونکو یو بس د سړک څخه وتلو او چپه کېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي.

د رویټرز د راپور له مخې، یاد بس د زده‌کوونکو له یو تفریحي سفر څخه د کور پر لور په لاره و.

د آنتیوکیا والي ویلي چې پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې زده‌کوونکو د ښوونځي د فراغت مراسم ولمانځل.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر:د افغان کډوالو انتقال له پاکستانه اوس لومړیتوب دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د هغو افغانانو منل چې آلمان ته د قانوني پناه غوښتنې اجازه لري، اوس د هېواد د لومړیتوبونو په سر کې دي او د پاکستان څخه د الوتنو بهیر باید ژر پای ته ورسېږي.

واده‌فول زیاته کړې چې هغه افغانانو چې د آلمان د قانوني پناه غوښتنې سند ترلاسه کړی، باید د ۲۰۲۵م کال تر پایه پورې دې هېواد ته ولېږدول شي.

د آلمان حکومت همدارنګه ټینګار کړی چې د کډوالو د انتقال بهیر باید په منظم ډول ترسره شي او د دوی د خونديتوب او اسانتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي وي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د افغانستان اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم تر سخت فشار لاندې دی او دا وضعیت د خلکو پر معیشت مستقیم منفي اغېز لري.

د راپور له مخې، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، وروستۍ زلزلې او د سیمې د سوداګرۍ د لارو بدلونونو د هېواد اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۴م کال راهیسې انفلاسیون په تدریجي ډول لوړ شوی، چې لامل یې پر وارداتو ډېره اتکا، د اسعارو د تبادلې د نرخ بې‌ثباتي او د نړیوالو بیو لوړېدل دي.

دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې که د اقتصادي ثبات لپاره بېړني او دوامدار اقدامات و نه شي؛ نو د خوراکي ناامنۍ او بې‌وزلۍ کچه به لا نوره هم لوړه شي.

نورالحق انور:د افغانستان لپاره د نفت او ګازو نوې خپلواکه اداره جوړه شوه

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه د نفت او ګازو لپاره یوه نوې خپلواکه اداره جوړې شوې ده.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې ادارې د جوړېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له وزارتونو او نورو ادارو څخه هغه اته څانګې چې تر دې دمه په غیر منسجم ډول د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه ترسره کول، په نوې خپلواکه اداره کې یوځای او منظم کړي.

د راپور له مخې، تمه کېږي چې د نوې ادارې جوړښت به د نفت او ګازو په سکتور کې د تصمیم‌نیونې بهیر شفاف او د فعالیتونو همغږي اسانه کړي، چې په نتیجه کې به د دې برخې د پراختیا او پانګونې فرصتونه زیات شي.

نړیوال بانک:د کډوالو راستنېدل او صنعتي پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لامل شوي

د نړۍوال بانک تازه راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې دویم کال لپاره د پرمختګ په لور روان دی.

راپور اټکل کوي چې د ۲۰۲۵م کال لپاره به د هېواد ناخالص کورني تولید (GDP) ۴.۳٪ ته ورسېږي، چې د ۲۰۲۴م کال د ۲.۵٪ ودې څخه لوړه ده.

نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې پرمختګ تر شا څو مهم عوامل د انفلاسیون ټیټه کچه، د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل، او د خدماتو او صنعتي فعالیتونو پراختیا ده.

راپور زیاتوي چې د وچکالۍ سره سره، افغانستان په کرنه کې د اوبیزو غنمو د تر ټولو لوړو حاصلاتو شاهد دی، چې د کرنیز سکتور د ځواکمنتیا نښه ګڼل کېږي.

راپور کې ویل شوي چې د کانونو او ودانیزو چارو پراختیا هم د اقتصادي ودې په لا پیاوړتیا کې مهم رول لري.

راپور ټینګار کوي چې که دا مثبت ګامونه دوام ومومي، افغانستان کولی شي په اقتصادي وده کې نور هم پرمختګونه ترلاسه کړي.

مطیع‌الله ویسا؛د قطر د امیر لخوا د فساد ضد نړیواله جایزه ترلاسه کړه

افغانستان کې د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۵ کال د «فساد ضد او غوره ځوان نوښتګر» جایزه تر لاسه کړه.

دا جایزه د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، له لوري هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي چې د فساد پر وړاندې یې عملي او اغېزمن اقدامات کړي وي.

د راپورونو له مخې، ویسا د افغانستان په تعلیمي نظام کې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښوونکو پر ضد د اوږدې مودې مبارزې له امله ونازول شو.

یاده نړیواله جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د نوښت، زړورتیا او ټولنیز مسوولیت له لارې د فساد پر وړاندې درېږي او مثبت بدلون رامنځته کوي.

اسټرالیا؛سیډني کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو بریدکوونکي پلار او زوی دي

0

د اسټرالیا پولیسو ویلي، هغه کسان چې د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) یې د سیډني په ښار کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید کړی، پلار او زوی دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي، چې په هغوی کې دوه پولیس هم شامل دي.

چارواکو دا برید پر یهودانو یو پلان شوی او هدفي برید بللی او ویلي یې دي چې پلټنې روانې دي.

ذاکر جلالي:افغانستان کولی شي د سیمې د نښلونې او اقتصادي همکارۍ په مهم پل بدل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان په اړه باید له یوازې امنیت‌محوره لیدلوري واوړو او د دې هېواد د رغنده رول پر ارزښت تمرکز وشي، ځکه افغانستان کولی شي د سیمې د نښلونې، همکارۍ او اقتصادي همګرایۍ لپاره مهم محور وګرځي.

جلالي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران په سیمه‌ییزه غونډه کې له وینا وروسته کړې دي او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال تر مخه افغانستان، د لسګونو بهرنیو ځواکونو د حضور او لاسوهنو له امله، نه یوازې د افغان ولس بلکې د ټولې سیمې لپاره په جدي امنیتي ستونزه بدل شوی و.

د هغه په وینا، افغانستان اوس د بحران د مدیریت موضوع نه ده، بلکې د خپل ژیواکونومیک موقعیت، د اوسني حکومت د نیک نیت او اقتصادمحور بهرني سیاست له امله، کولای شي د مرکزي، لوېدیځې او جنوبي اسیا ترمنځ د اغېزناک ارتباطي پل رول ولوبوي.

ذاکر جلالي زیاته کړې چې د دې لیدلوري پر بنسټ، سیمه‌ییز هېوادونه کولی شي د افغانستان له ترانزیټي، سوداګریزو او نښلونکو ظرفیتونو څخه ګټه واخلي، چې دا به د ګډو ګټو د خوندي کېدو او د سیمه‌ییزې همګرایۍ د پیاوړتیا لامل شي.

هغه همدارنګه ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې د ترانزیټ، سوداګرۍ اسانتیا، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو په برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي، چې ښيي د تعامل‌محور سیاست کولای شي د سیمې د ثبات، سوکالۍ او ګډو ګټو سبب شي.

ایران:د افغانستان ثبات د سیمې ستراتیژیکه اړتیا ده، نه بهرنۍ نسخه کار ورکوي او نه امنیت‌محوره حللارې

د حماسه میډیا خبریال، ارمان افغان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، په تهران کې د افغانستان او روسیې په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې، د افغانستان په اړه د تهران دریځ په روښانه او بې‌ساري صراحت بیان کړ. د نوموړي وینا د سیمې لپاره یو مهم پیغام درلود: د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ یوازې د سیمې د هېوادونو له همغږۍ او ګډو هڅو سره شونی دی.

عراقچي ټینګار وکړ چې افغانستان یوازې یو جغرافیایي ګاونډی نه، بلکې د سیمې د ګډ برخلیک یوه مهمه کړۍ ده. د هغه په وینا، د افغانستان ثبات یوازې بشري اړتیا نه، بلکې د سیمې لپاره یو ستراتیژیک الزام دی؛ ځکه چې د ناامنۍ، افراطیت او اقتصادي سقوط اغېزې په مستقیم ډول پر ټولو ګاونډیو هېوادونو لګېږي.

د بهرنیو مداخلو ښکاره ناکامي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د تېرو دوو لسیزو تجربې ته په اشارې وویل چې د ناټو شل کلن پوځي حضور، بهرني تحمیلي سیاستونه او امنیت‌محوره حللارې افغانستان ته ثبات ور نه کړ. د هغه په اند، د افغانستان ټولنیز او کلتوري جوړښت له پامه غورځول، د سیمه‌ییزو هېوادونو رول کمزوری کول، او پر بهرنیو نسخو تکیه، د ۲۰۲۱ کال له ناڅاپي سقوط سره پای ته ورسېده.

عراقچي په ښکاره وویل:
«هیڅ فرامنطقه‌ییزه نسخه نشي کولای د افغانستان ستونزې حل کړي، او وارداتي پرېکړې پرته له سیمه‌ییز اجماع څخه، ثبات نه زېږوي.»

ګاونډیان؛ د افغانستان طبیعي شریکان:

ایراني وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان تر ټولو باور وړ او طبیعي شریکان هماغه ګاونډي هېوادونه دي چې له دې هېواد سره تاریخي، کلتوري، اقتصادي او انساني اړیکې لري. د هغه په وینا، سیمه باید له لنډمهالو سیالیو واوړي او پر ګډو ګټو، امنیت او همغږۍ تمرکز وکړي.

ایران په ځانګړي ډول د سیمه‌ییز چوکاټ د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه؛ داسې یو چوکاټ چې افغانستان د سیالیو میدان نه، بلکې د همکارۍ محور وګرځوي.

افغانستان د سیمې اقتصادي نښلونکی محور:

عراقچي افغانستان د جیو-اقتصادي پلوه یو مهم هېواد وباله او ویې ویل، که دا هېواد د ترانزیت، انرژۍ او سوداګرۍ په سیمه‌ییزو شبکو کې مدغم شي، نو نه یوازې به خپله وده وکړي، بلکې د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او لوېدیځې آسیا ترمنځ به حیاتي نښلونکی واوسي.

هغه زیاته کړه چې ایران چمتو دی د ترانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ او کنسولي خدماتو په برخه کې له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د افغان ولس محوري رول:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ټولو سیاسي او اقتصادي بحثونو په مرکز کې باید د افغانستان ولس وي؛ هغه ولس چې د جګړو، بندیزونو او بې‌ثباتۍ تر ټولو درنه بیه یې پرې کړې ده. د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه ځانګړی اخلاقي، انساني او سیمه‌ییز مسوولیت لري چې د افغان ولس د راتلونکي په جوړولو کې رغنده رول ولوبوي.

پایله:
د ایران پیغام سیمې ته

د عراقچي وینا یو روښانه پیغام درلود:
افغانستان به نه د بهرنیو ځواکونو په زور، نه د تحمیلي سیاستونو له لارې، او نه هم د انزوا په دوام سره ثبات ته ورسېږي. د دې هېواد راتلونکی د سیمه‌ییز تفاهم، ګډو اقتصادي ګټو او دوامدارو همکاریو پورې تړلی دی.

دغه دریځ ښيي چې ایران هڅه کوي افغانستان د امنیتي بحران له انځوره وباسي او د سیمه‌ییز اتصال، اقتصاد او همکارۍ د محور په توګه یې مطرح کړي؛ هغه لیدلوری چې که عملي شي، کولای شي د سیمې سیاسي معادلې بدلې کړي.