سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 280

محمد یعقوب مجاهد:پلرونه دې د خپلو اولادونو د زده‌کړو مخه نه نیسي، ملاتړ دې وکړي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له خلکو غوښتي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو مخه ونه نیسي او د هغوی ملاتړ وکړي.

نوموړي د کندهار په زیړۍ ولسوالۍ کې د یوه پوځي روزنیز مرکز د فراغت په مراسمو کې پر عصري او ديني زده‌کړو ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر ښځو او نجونو یې د زده‌کړو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:په ۲۰۲۴ کال کې ملاریا ۶۱۰ زره کسان مړه کړي او ۲۸۲ میلیونه یې اخته کړي

0

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د ملاریا ناروغۍ شاوخوا ۲۸۲ میلیونه پېښې ثبت شوې او نږدې ۶۱۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې سازمان د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مړینې په افریقا کې شوې او تر ټولو ډېر ماشومان تر پنځو کلونو کم عمره قربانیان دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې که څه هم د نوو وقایوي وسایلو او واکسینونو کارونې د میلیونونو پېښو مخه نیولې؛ خو د ناروغۍ زیاتوالی، د درملو پر وړاندې مقاومت او د روغتیايي بودجو کمښت لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.

امریکا؛په براون پوهنتون کې د ډزو له امله دوه تنه وژلي

0

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی او پلټنې روانې دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د ټپیانو وضعیت تر څارنې لاندې دی او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د پوهنتون ادارې د احتیاطي تدابیرو په توګه ځینې ټولګي ځنډولي او له محصلینو یې غوښتي چې تر بل اعلان پورې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي.

د اذربایجان سفیر د طالبانو حکومت ته:فرهنګي او د ځوانانو د روزنې د پیاوړتیا برخه کې همکاریو ته چمتو یوو

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا، ګډو همکاریو او د افغان ځوانانو د روزنې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین قدرت‌الله جمال سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

همداراز ویل شوي چې اذربایجان د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره هم خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

د پاکستان خلاف مواد؛خليجي هېوادونو هندي فلم «دھریندر» باندې بنديز ولګاوه

0

پاکستاني رسنۍ وایي د هالیوډ د مشهورو ستورو فلم «دھریندر» چې د پاکستان ضد جوړ شوی په شپږو خليجي هېوادونو کې له نندارې منع شو.

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ، بحرين او عمان کې پر ياد هندي فلم بنديز لګول شوی دی.

خليجي هېوادونو په فلم کې د پاکستان پر ضد د تعصب پر بنسټ موادو وړاندې کولو باندې اعتراض کړی دی.

ويل کېږي چې د فلم د خليجي هېوادونو لپاره د نندارې اجازه غوښتل شوې وه، خو غوښتنه رد شوه او فلم ته اجازه ورنکړل شوه چې په هېڅ يو خليجي هېواد کې خپور شي.

دا لومړی ځل نه دی چې هندي فلمونه په منځني ختيځ کې له ورته بنديزونو سره مخ کېږي؛ تر دې وړاندې هم پر ګڼو هندي فلمونو د بېلابېلو لاملونو له امله بنديزونه لګېدلي دي.

هه‌نګاو:ایران د یوه افغان په ګډون څلور بندیان اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» ویلي چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي.

د یاد بنسټ په وینا، افغان وګړی د نشه‌يي توکو په تور نیول شوی و او د ایران قضايي ارګانونو هغه د اعدام په سزا محکوم کړی و.

تر اوسه د دغه افغان د هویت او د عادلانه قضايي بهیر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

هه‌نګاو زیاتوي چې دا اعدام د چهارشنبې په سهار شوی او تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت رسمي غبرګون ښودلی دی.

سراج‌الدین حقاني:اسلامي نظام باید د خلکو د ستونزو د حل مرجع وي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د خوست ولایت د ملکي او امنیتي ادارو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.

په دې غونډه کې د ټولو دولتي ادارو رییسان، ولسوالان، امنیه قومندانان او د استخباراتو مدیرانو ګډون درلود.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ولایت د چارواکو او عامو خلکو ترمنځ شته همغږي مهمه بللې او ستاینه یې کړې ده.

هغه ویلي، افغان ولس په تېرو لسیزو کې له سختو حالاتو تېر شوی او د بېلابېلو انقلابونو پر مهال یې تر ډېره له حکومتونو څخه د خیر پر ځای زیان لیدلی دی.

سراج‌الدین حقاني ټینګار کړی چې اسلامي نظام مسوولیت لري د خلکو د ستونزو د حل اصلي مرجع واوسي او د ولس اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي.

نورالحق انور:د «اسلامي امارت» له واک ته رسېدو وروسته د بیت‌المال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوي

د طالبانو حکومت د چارو ادارې مشر نورالحق انور ویلي چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بیت‌المال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوي او ټول عادي او انکشافي لګښتونه له داخلي عوایدو تمویلېږي.

نوموړي ویلي، له ملي شتمنیو د غصب مخه نیول شوې او ځینې غصب شوې شتمنۍ بېرته استرداد شوې دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د بې‌ځایه لګښتونو د کمولو او د اړمنو کسانو د ملاتړ برخه کې یې هم د پام وړ کارونه ترسره کړي دي..

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت؛ په تهران کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وایي، په تهران کې جوړیدونکې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي.

ښاغلي تکل ویلي، دوی د ټولو هغو غونډو هرکلی کوي چې افغانستان ته یې خیر ورسیږي.

فیض حمید ولې په ۱۴ کاله بند محکوم شو؟

سیلۍ ودان- حماسه میډیا

د باخبره سرچینو له قوله، د پخواني ډي جي ISI لېفټننټ جنرال (ر) فیض حمید، چې د ۱۴ کلونو د بند سزا ورته اورول شوې، پرې دا تورهم لګیدلی چې له تقاعد وروسته یې ځینې پټ حکومتي اسناد له ځانه سره ساتلي وو، حال دا چې هغه د دې اجازه نه لرله.

سرچینې دا نه دي ویلي چې دا څه ډول اسناد وو.

د ISPR د اعلان له مخې، د پخواني ډي جي ISI پر ضد په څلورو تورونو مقدمه وچلیده او سزا ورکړل شوه. په دغو تورونو کې سیاسي فعالیتونه، د افیشل سیکرټس ایکټ سرغړونه چې د پاکستان ریاست ملي امنیت تهدیدوي، د واک او دولتي وسایلو ناسم استعمال، او ځینو کسانو ته زیان رسول شامل وو.

که څه هم  ISPR پدې اړه ډیر تفصیل نه دی ورکړی، خو د ISPRسرچینو په وینا د افیشل سیکرټس ایکټ یو تور دا و چې فیض حمید له تقاعد وروسته پټ دولتي اسناد له ځانه سره ساتلي وو، حال دا چې د دې قانوني حق یې نه درلود.
د سیاسي فعالیت تور د سیاستوالو سره د هغه د ملاقاتونو او اړیکو سره تړاو درلود.

ورځپاڼې دې نیوز د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې راپور ورکړی و چې فیض حمید له تقاعد وروسته شاوخوا له ۵۰ سیاستوالو سره اړیکې ساتلې وې، چې ډېری یې د پاکستان تحریک انصاف غړي وو.

د ۲۰۲۳ کال د ارمي ایکټ قانون له مخې، هغه افسران چې په حساسو دندو کې پاتې شوي وي، هغوی ته له تقاعد وروسته د پنځو کلونو لپاره سیاسي فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د نیول کېدو نه مخکې، فیض حمید ته څو ځله د هغه د تقاعد وروسته فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو هغه دا فعالیتونو ته دوام ورکړ، چې وروسته پرې پلټنې وشوې.

یو بل تور د ټاپ سټي د قضیې سره تړاو درلود، چې تفصیل یې مخکې هم رسنیو ته راغلی و. پر متقاعد جنرال دا تور ولګېد چې هغه د خپل منصب څخه په استفادې د یوې شخصي هاوسنګ سوسایټۍ نه د پیسو اخیستلو هڅه کړې وه.

د فیض حمید پر ضد دا قضیه د هاوسنګ سوسایټۍ د اوسني چیف ایګزیکټیو افسر له خوا په ستره محکمه کې د یوې عریضې له مخې وشوه. په عریضه کې ویل شوي وو چې د ۲۰۱۷ کال د مې په ۱۲مه، د پاکستان رېنجرز او ISI چارواکو د یوې ترهګرۍ د مشکوکې قضیې په نوم د هاوسنګ پروژې پر دفتر او د مالک پر کور چاپه ووهله، او سره زر، الماس، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي یې ونیول.

دا هم ویل شوي وو چې دا عملیات د یوې ښځې د شکایت پر بنسټ شوي وو، چې پاکستاني الاصله بریتانوۍ  وه. د هاوسنګ سوسایټۍ مالک په خپله عریضه کې ویلي وو چې د فیض حمید ورور، سردار نجف، په دې قضیه کې د منځګړي رول لوبولی و.

د عریضه کوونکي په وینا، کله چې د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد محکمې هغه له قضیې څخه پاک وباله، نو وروسته فیض حمید د خپل یو بریګېډیر تره‌زوی له لارې ورسره اړیکه ونیوله، څو د ملاقات بندوبست وشي.

د عریضې له مخې، په ملاقات کې فیض حمید ورته وویل چې د چاپې پر مهال اخیستل شوی سامان به بېرته ورکړل شي، خو ۴۰۰ توله سره زر او نغدې پیسې به نه ورګرځول کېږي.

په عریضه کې دا تور هم لګول شوی چې د ISI ځینو متقاعد بریګېډیرانو پر عریضه کوونکي فشار راوړی و چې ۴ کروړه روپۍ نغدې ورکړي او د څو میاشتو لپاره د یو شخصي ټي وي چینل مالي مرسته هم وکړي.
خو سترې محکمې عریضه کوونکي ته وویل چې د خپلې ستونزې د حل لپاره اړوندو ادارو، لکه د دفاع وزارت، ته مراجعه وکړي.

د فیض حمید پر ضد په محاکمه کې یو بل جلا تور دا هم و چې هغه د بحریه ټاون یوه پخواني کارکوونکي ته زیان رسولی و.