جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 26

د بشري حقونو د څار سازمان:د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې له ۷۵۰ ډېر ملکيان وژل شوي

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور پر بنسټ ویلي، چې د روان کال د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان پر ختیځو درېیو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې له ۷۵۰ ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ له اړوندو خواوو غوښتي، چې د دغو پېښو په اړه بې پرې او خپلواک تحقیقات ترسره کړي، څو معلومه شي چې ایا د جګړې د قوانینو سرغړونه شوې که نه.

د راپور له مخې، د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونو او توپ اچونو هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې او ۱۹ روغتیايي مرکزونه یې تړل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د دې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي.

د افغانستان د کرکټ تېز توپ اچوونکی؛خلیل احمد د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شو

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند ویلي، چې د هېواد د کرکټ تېز توپ اچوونکی خلیل احمد د ناروغۍ له امله د نورو طبي معایناتو او درملنې د دوام لپاره هند ته لېږدول شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په خپله فېسبوک پاڼه کې له خلکو غوښتي چې د خلیل احمد د بشپړې روغتیا او ژر ښه کېدو لپاره دعا وکړي.

نوموړي د خلیل احمد د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د هغه د درملنې د بهیر څارنه ميرويس اشرف کوي.

پاکستان:د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستې مو هېڅکله نه دي بندې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا‌بي ویلي، چې د ملګرو ملتونو ۴۵ لارۍ له بشري مرستو سره د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتې دي او نورې مرستندویه لارۍ به هم ورپسې ولېږدول شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان هېڅکله د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د رسېدو مخه نه ده نیولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري بنسټونو مرستې د اړمنو افغانانو لپاره د تورخم له لارې تېرېږي او پاکستان د دې مرستو د اسانه لېږد لپاره همکاري کوي.

سه پولیس پاکستان در دو حمله جداگانه در خیبرپختونخوا کشته و ۲۰ تن زخمی شدند

0

مقام‌های پاکستانی اعلام کردند که در دو حمله جداگانه روز چهارشنبه در ایالت خیبرپختونخوا سه مأمور پولیس کشته و دست‌کم ۲۰ تن دیگر زخمی شدند.

به گفته ابراهیم خان، یکی از مقام‌های محلی پولیس نخستین حمله در ولسوالی دیر بالا رخ داد جایی که افراد مسلح به کاروان نیروهای امنیتی کمین کردند. در این حمله سه مأمور پولیس جان باختند و ۱۵ تن دیگر زخمی شدند. پس از حمله، میان نیروهای امنیتی و مهاجمان درگیری مسلحانه آغاز شد.

ساعاتی بعد، یک مهاجم انتحاری با موتر مملو از مواد انفجاری به یک ایستگاه پولیس در شهر بنو حمله کرد در نتیجه این انفجار دست‌کم پنج مأمور پولیس زخمی شدند و بخشی از ساختمان ایستگاه آسیب دید، اما گزارشی از تلفات جانی در این حمله منتشر نشده است.

تاکنون هیچ گروهی مسئولیت این دو حمله را بر عهده نگرفته است، اما مقام‌های پاکستانی گمان می‌برند که تحریک طالبان پاکستان (TTP) در این حملات دست داشته باشد.

فرشته عباسي:د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان د بریدونو له امله د نړیوال قانون د سرغړونو ارزونه اړینه ده

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي د افغانستان پر سرحدي ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د یوې خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې.

عباسي په یوه یادداشت کې چې د بشري حقونو د څار سازمان پر وېبپاڼه خپور شوی، ویلي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه د دې اړتیا زیاتوي چې د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د حکومت له خوا د نړیوال بشردوستانه قانون د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکه څېړنه ترسره شي.

نوموړې د ۱۴۰۴ کال د کب د ۲۵مې نېټې د پاکستان هوايي برید ته هم اشاره کړې، چې د کابل ښار د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز شوی و.

هغې ویلي چې د بشري حقونو څار سازمان داسې کوم شواهد نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده.

د عباسي په وینا، د دې بنسټ موندنې ښيي چې پر «امید» مرکز برید د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ له توپیر پرته ترسره شوی، چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې غیرقانوني بلل کېدای شي.

هغې زیاته کړې چې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو او توغندیزو بریدونو د سرحدي سیمو د ۱۹ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه هم درولي دي.

د بشري حقونو دې څېړونکې خبرداری ورکړی چې سرحدي سیمو کې بشري وضعیت له دې مخکې هم خراب و، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل پر دغو سیمو لا زیات فشار اچولی دی.

عباسي ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

هغې له دواړو لورو غوښتي چې د ګڼ مېشتو سیمو ترڅنګ پوځي اهداف ځای پر ځای نه کړي، او ویلي یې دي چې د جګړې د قوانینو سرغړونه د یوه لوري له خوا، بل لوری له خپلو قانوني مکلفیتونو نه معافوي.

نصير احمد فایق:د یوناما نوې مشره رباب فاطمه دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره ګامونه واخلي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

فایق ویلي، د رباب فاطمې ټاکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په مشرتابه کې مهم بدلون دی او نوموړې ته یې د دې مهم مسؤلیت د ترسره کولو په برخه کې د بریا هیله کړې ده.

هغه زیاته کړې، هیله لري چې د رباب فاطمې مشري به د افغان خلکو لپاره د یوناما ملاتړ لا پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې، او همداراز به د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د یوه ټول‌شموله او مانادار سیاسي بهیر د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان دایمي استازي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې سیاسي بهیر باید د یوه سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان د رامنځته کېدو لپاره د ټولو افغانانو د ګډون زمینه برابره کړي.

د يادونې وړ ده چې رباب فاطمه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.

پاکستان کې د کړکېچ دوام؛د بلوچستان ناامني نوې بڼه خپله کړې او پوځ له پراخېدونکو بریدونو سره مخ دی

0

راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په لومړیو دوو اوونیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د بلوچ ازادي غوښتونکو (BLA) ترمنځ نښتو په بې‌ساري ډول شدت موندلی او د تاوتریخوالي جغرافیه د بلوچستان شمالي سیمو ته هم غځېدلې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې ډېری بریدونه د بلوچستان په جنوبي بلوچ مېشتو سیمو کې ترسره کېدل؛ خو په وروستیو کې یې فعالیتونه د زیارت، کوټې او نورو پښتون مېشتو ولسوالیو ته هم پراخ شوي، چې شنونکي یې د وسله‌والو ډلو په فعالیتونو کې مهم بدلون بولي.

په وروستیو بریدونو کې، وسله‌والو د منګي‌دم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې نهه پولیس وژل شوي دي.

همدارنګه، د راپورونو له مخې، ۱۸ تښتول شوي امنیتي ځواکونه وروسته وژل شوي موندل شوي دي.

تر دغو بریدونو وروسته، د پاکستان پوځ، پولیسو او سرحدي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت د دغو بریدونو پړه پر بلوچ ازادي غوښتونکو پوځ اچولې او ادعا یې کړې چې یاده ډله له بهرنیو ملاتړونو برخمنه ده.

بل لور ته، افغانستان او هند تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

په همدې حال کې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وروستیو څو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د يادونې وړ ده چې له بلوچستان سربېره په خیبر پښتونخوا کې هم پر پاکستاني ځواکونو د وسله والو بريدونه پراخ شوي دي.

په امریکا کې؛د ایران پر وړاندې د پوځي تګلارې په اړه اختلافونه دوام لري

0

راپورونه وايي، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) دننه د ایران پر وړاندې د روانې پوځي تګلارې او احتمالي راتلونکو پوځي اقداماتو په اړه د نظر اختلافونه لا هم موجود دي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر منتقدان وایي، که څه هم وروستیو پوځي عملیاتو د ایران د دودیزو دفاعي وړتیاوو یوه برخه کمزورې کړې، خو تر اوسه یې تهران دې ته نه دی اړ کړی چې پراخ ستراتیژیک امتیازونه ورکړي.

بل لور ته، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د ایران پر وړاندې د پوځي فشار د زیاتولو له مهمو ملاتړو څخه بلل کېږي او د روانې تګلارې د دوام ملاتړ کوي.

په همدې حال کې، د پنټاګون پخواني چارواکي عمران بیومي ويلي چې د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې یوازې پوځي اړخ نه لري، بلکې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر مهال د فشار د زیاتولو او د مقابل لوري د دفاعي محاسبې د ګډوډولو لپاره هم کارول کېږي.

بیومي ویلي: «زه د څرګندونو او عملي اقداماتو ترمنځ توپیر کوم.»

هغه زیاته کړې چې د امریکا د ملي امنیت د ادارو دننه بحثونه ښایي له هغو دریځونو سره توپیر ولري چې په عامه توګه څرګندېږي.

گسترش درگیری‌ها در بلوچستان؛خشونت‌ها به مناطق پشتون‌نشین نیز کشانیده شده است

0

در حالی که طی دو سال گذشته درگیری میان نیروهای امنیتی پاکستان و گروه جدایی‌طلب «ارتش آزادی‌بخش بلوچستان» (BLA) به‌طور پیوسته افزایش یافته بود گزارش‌ها نشان می‌دهد که در دو هفته نخست ماه جولای ۲۰۲۶، شدت این درگیری‌ها به بالاترین سطح در سال‌های اخیر رسیده است.

بر اساس گزارش‌ها، برخلاف گذشته که بیشتر حملات در مناطق بلوچ‌نشین جنوب ایالت بلوچستان رخ می‌داد، موج تازه خشونت‌ها به ولسوالی‌های پشتون‌نشین شمال این ایالت از جمله زیارت و اطراف کویته، نیز گسترش یافته است؛ تغییری که از سوی ناظران به‌عنوان تحول مهم در الگوی فعالیت گروه‌های مسلح ارزیابی می‌شود.

در روزهای اخیر، افراد مسلح با حمله به یک پوسته پولیس در منطقه منگی‌دم، ۹ پولیس را کشتند و ۱۸ نیروی امنیتی ربوده‌شده نیز بعداً کشته یافت شدند. در پی این حملات ارتش، پولیس و نیروهای مرزبانی پاکستان عملیات گسترده‌ای را آغاز کردند و اعلام کردند که ده‌ها عضو گروه‌های شورشی کشته شده‌اند.

دولت پاکستان ارتش آزادی‌بخش بلوچستان را مسئول این حملات دانسته و مدعی شده است که این گروه از خارج از کشور حمایت می‌شود؛ ادعایی که افغانستان و هند پیش‌تر آن را رد کرده‌اند در مقابل، گروه BLA مسئولیت شماری از حملات اخیر را بر عهده گرفته است.

په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه؛۲۶ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو او نښتو له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کوز دیر ولسوالۍ د حیدرې کنډو ټاپ په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله‌والو د موجودیت د راپور له ترلاسه کېدو وروسته عملیات پیل کړل، چې ورسره سخته نښته ونښته.

د پولیسو په وینا، په دې نښته کې درې پولیس وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان شوي او وسله‌والو د پولیسو درې موټر هم سوځولي دي.

چارواکي وایي، ټپیان د تیمرګرې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې له امله د سیمې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې، د بنو ولسوالۍ د میریان د پولیسو پر مرکز هم موټربمي او وسله‌وال برید شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، برید لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله ترسره شو، ورپسې وسله‌وال مرکز ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې تر اوسه څلور پولیس ټپیان شوي او د خبر تر خپرېدو پورې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه.

چارواکو سیمې ته د اضافي امنیتي ځواکونو د استولو خبر هم ورکړی، خو تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.