راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په لومړیو دوو اوونیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د بلوچ ازادي غوښتونکو (BLA) ترمنځ نښتو په بېساري ډول شدت موندلی او د تاوتریخوالي جغرافیه د بلوچستان شمالي سیمو ته هم غځېدلې ده.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې ډېری بریدونه د بلوچستان په جنوبي بلوچ مېشتو سیمو کې ترسره کېدل؛ خو په وروستیو کې یې فعالیتونه د زیارت، کوټې او نورو پښتون مېشتو ولسوالیو ته هم پراخ شوي، چې شنونکي یې د وسلهوالو ډلو په فعالیتونو کې مهم بدلون بولي.
په وروستیو بریدونو کې، وسلهوالو د منګيدم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې نهه پولیس وژل شوي دي.
همدارنګه، د راپورونو له مخې، ۱۸ تښتول شوي امنیتي ځواکونه وروسته وژل شوي موندل شوي دي.
تر دغو بریدونو وروسته، د پاکستان پوځ، پولیسو او سرحدي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت د دغو بریدونو پړه پر بلوچ ازادي غوښتونکو پوځ اچولې او ادعا یې کړې چې یاده ډله له بهرنیو ملاتړونو برخمنه ده.
بل لور ته، افغانستان او هند تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
په همدې حال کې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وروستیو څو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د يادونې وړ ده چې له بلوچستان سربېره په خیبر پښتونخوا کې هم پر پاکستاني ځواکونو د وسله والو بريدونه پراخ شوي دي.

