پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeکورپاڼهپه خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه؛۲۶ امنيتي ځواکونو ته مرګ...

په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه؛۲۶ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو او نښتو له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کوز دیر ولسوالۍ د حیدرې کنډو ټاپ په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله‌والو د موجودیت د راپور له ترلاسه کېدو وروسته عملیات پیل کړل، چې ورسره سخته نښته ونښته.

د پولیسو په وینا، په دې نښته کې درې پولیس وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان شوي او وسله‌والو د پولیسو درې موټر هم سوځولي دي.

چارواکي وایي، ټپیان د تیمرګرې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې له امله د سیمې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې، د بنو ولسوالۍ د میریان د پولیسو پر مرکز هم موټربمي او وسله‌وال برید شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، برید لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله ترسره شو، ورپسې وسله‌وال مرکز ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې تر اوسه څلور پولیس ټپیان شوي او د خبر تر خپرېدو پورې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه.

چارواکو سیمې ته د اضافي امنیتي ځواکونو د استولو خبر هم ورکړی، خو تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here