شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 240

د طالبانو حکومت:له پاکستان او عراقه ۲۲۸ بندي افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اونۍ د پاکستان او عراق له بندخونو ۲۲۸ تنه بندي افغان مهاجرین ازاد او افغانستان ته‌ راستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۲۴ کسان د سپین‌بولدک له لارې له پاکستانه راورسېدل، چې شاوخوا دوه میاشتې یې د هغه هېواد په بندخونو کې تېرې کړې وې.

همدارنګه څلور تنه د نیمروز ولایت له لارې له عراقه راستانه شوي چې نږدې درې میاشتې یې هلته بند تیر کړی.

وزارت ویلي، د بندي افغانانو د خلاصون او بېرته ستنېدو هڅې یې روانې دي.

ایران؛په سیستان او بلوچستان کې ټرافیکي پېښې ۵ افغان کډوال وژلي او ۷ نور ټپیان دي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان–خاش لویه لاره کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر سردار احمد کرمي‌اسد رسنیو ته ویلي چې پېښه د موټر چلونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، پېښه هغه مهال شوې چې د افغان کډوالو یو ډک موټر د تیز سرعت او د سړک د نامناسب وضعیت له امله له لارې اوښتی او چپه شوی دی.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ملګري ملتونه:د طالبانو حکومت او پاکستان نښتو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې شوې نښتې کې لږ تر لږه ۵۰ ملکي کسان وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د درې میاشتني راپور له مخې، د اګست له لومړۍ تر اکتوبر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۷۳۷ امنیتي پېښې ثبت شوې چې تېر کال ته په کتو ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د طالبانو، پاکستان، ایران او تاجکستان ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې او توغندیز بریدونه شوي چې ملکي وګړو ته یې زیان اړولی دی.

همداراز په دې موده کې په خوست، کونړ، نورستان، کندهار او کندوز کې ګڼ هوايي بریدونه او د ډرون پراخ فعالیتونه ثبت شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د طالبانو حکومت له لوري د ښځینه افغان کارکوونکو د دفترونو ته پر ورتګ بندیز سخت شوی او پر هغوی مستقیم امنیتي فشارونه زیات شوي دي.

سازمان وايي چې په دغه درې میاشتني وخت کې ۶۳ امنیتي پېښو د دوی پر کارکوونکو اغېز کړی دی.

پاکستاني محکمه:فیض حمید په ۱۴ کاله بند محکوم شو

0

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر، فیض حمید، د محکمې لخوا د سیاسي فعالیتونو، د رسمي او پټو معلوماتو د قانون خلاف عمل، د واک او سرچینو ناوړه استعمال او خلکو ته د زیان رسولو په تور تورن شوی دی.

محکمې فیض حمید په ټولو جرمونو ښکیل بللی او د ۱۴ کلونو زندان سزا یې ورکړه.

کابل کې د دیني عالمانو غونډه؛آصف درانی وایي، ټي ټي پي باید نور وسله وال مقاومت پای ته ورسوي

‏د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړي استازي اصف دراني د دیني عالمانو د هغې وړاندیز هرکلی کړی چې له افغانستان څخه بهر د نظامي فعالیت منع شوی دی.

‏دراني لیکلي دا مهمه پریکړه ده او وړاندې یې لیکلي:« په پرېکړه ليک کې له ټولو افغانانو دا ډول غوښتنه، چې نورو هیوادونو ته د جهاد لپاره له تګ ډډه وکړي مهم دی.»

‏اصف دراني دا ډول پریکړه د دواړو هیوادونو د اړیکو د پرانیستلو لپاره یو نوی باب بللی.

نوموړي د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو څخه غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیږدي او عادي ژوند پیل کړي.

طاهر اندرابي:د افغان علماو پرېکړه لیکلی تضمین نه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د افغان علماو تازه پرېکړه د هرکلي وړ ده، خو هغه لیکلی تضمین نه دی چې پاکستان یې غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا ډول ژمنې مخکې هم شوې دي، خو عملي شوې نه دي.

طاهر اندرابي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تیره ورځ په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه زیات افغان علماو په یوه پرېکړه کې هغه وسله‌وال د شیخ هبت‌الله د حکمونو سرغړونکي وبلل، څوک چې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره ځي.

غزني؛د طالبانو حکومت مسؤولینو سلګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکي سیځلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د غزني امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې تېره ورځ يې د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د پراخو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي نشه‌يي توکي په عامه توګه سوځولي دي.

په سوځول شويو توکو کې ۴۶۴ کيلو چرس، ۳۶۵ کيلو تریاک، ۱۵ کيلو شیشه، ۵۳۰ کيلو پوډر، ۳۵۰۳ ټابلیتونه او ۷۷۴۳ ګرامه «ایف» شامل وو.

یاد نشه یي توکي د یو لوړ رتبه پلاوي او ولسي خلکو پر وړاندې سوځول شوي.

مسکو په امنیت شورا کې:نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر وړاندې د ګواښ پر ځای د همکارۍ ژبه وکاروي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د تعامل پراخېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بندیزونو او ګواښونو سیاست نور د منلو نه دی.

نوموړي د بحث پر مهال ویلي، افغانستان د اوږدو جګړو او نړیوالو فشارونو باوجود نه دی ړنګ شوی او نه هم د هغې سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی، لکه څنګه چې ځینې هېوادونه یې انګیري.

د ده په وینا، د طالبانو حکومت د کورنیو مسایلو د حل او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخېدو لپاره خپلواک ګامونه پورته کړي دي.

نبنزیا ټینګار کړی چې نړیوال ملاتړ د افغانستان د ثبات، اقتصادي ودې او بېرته نړیوالې ټولنې ته د ورننه‌وتو لپاره اړین دی.

اوچا:د افغانستان ختیځ کې د زلزلې اغېزمنو ته مرستې روانې دي، خو د مالي کچې کموالی ستونزې زیاتوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله رامنځته شوې بشري اړتیاوې لاهم دوام لري او د زرګونو کورنیو د ملاتړ لپاره کافي مرستندوی تمویل نه‌ دی برابر شوی.

اوچا په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې په کونړ، لغمان او نورستان کې د مرستندوی ټیمونو له لوري د زرګونو اغېزمنو کسانو لاس‌نیوی شوی، خو د ښکته ولاړو ولسوالیو ته د رسېدو امکانات محدود پاتې دي.

د راپور له مخې، د ختیځ د وروستیو زلزلو له امله نږدې نیم میلیون کسان له ستونزو سره مخ دي، چې په کې د لسګونو زرو کورنیو بنسټیزې اړتیاوې اوبه، سرپناه او طبي خدمات په شدیده توګه کمې دي.

اوچا ویلي، د مرستو د دوام لپاره نږدې ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې د اړتیا شاوخوا درېیمه برخه یې تمویل شوې.

ادارې له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتنه کړې چې د ختیځو ولایتونو د اغېزمنو خلکو د ژغورنې او بیا رغونې پروسې ملاتړ ته پراخ پام وکړي، ځکه چې د ژمي د سړې هوا د راتګ سره د اندېښنو کچه لوړه شوې ده.

اېټالیا:له افغانانو ملاتړ او د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکوو

اېټالیا د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په تړاو ویلي چې له افغانانو ملاتړ کوي او د افغانستان د بیا نړیوال ادغام لپاره د مدني ټولنو او موسسو له لارې کار کوي.

یاد سفارت د اعدام د سزا پر ضد د هڅو تر څنګ د ماشومانو، ښځو، لږکیو، بیان ازادۍ او کلتوري میراثونو د ساتنې ملاتړ کړی.

اېټالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له څلورو کلونو راهیسې پر ښځو، رسنیو او سیاسي فعالیتونو یو شمیر بندیزونه لګولي دي.