د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په بلوچستان کې د زده کوونکو په موټر چاودنه غندلې ، او یوځل بیا یې د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړې چې ګواکي دا برید له افغانستان څخه پلان شوې.
ښاغلي مجاهد د ایکس په یوه پیغام کې لیکلي چې پر ماشومانو او ملکیانو برید هېڅکله توجیه کېدای نشي.
نوموړي ویلي چې د دوي حکومت په کلکه د پاکستاني چارواکو دا ادعا ردوي چې دا ډول بریدونه له افغانستان سره تړاو لري.
د طالبانو حکومت ویاند ویلي، پاکستاني چارواکي باید پرته له کوم دلیل او شواهدو افغانستان د دا ډول پېښو مسئول ونه ګڼي.