د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله په نوشکي ولسوالۍ کې د درې ورځني ګرځبندیز اعلان کړی دی.
د حکومت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو، دولتي تاسیساتو او د N-40 ملي لویې لارې د بریدونو ګواښونه او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.
د خبرتیا له مخې، ګرځبندیز د جولای د ۲۸مې د شپې له ۸ بجو د جولای تر ۳۱مې د شپې تر ۸ بجو پورې نافذ دی.
په دې موده کې به د اړوندو چارواکو له اجازې پرته د خلکو تګ راتګ، عامه غونډې، لاریونونه او غیر ضروري سفرونه منع وي.
چارواکو ویلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو له لوري د نورو بریدونو احتمال هم شته، له همدې امله دا محدودیتونه لګول شوي دي.
د بلوچستان حکومت زیاته کړې چې یوازې د بېړنیو خدمتونو، روغتیايي کارکوونکو، ژغورنې ځواکونو او نورو اړینو خدماتو پرسونل ته به د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

