چهارشنبه, جولای 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۴ میلیارده...

د طالبانو حکومت: د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت د راپور له مخې، د هېواد د صادراتو کچه هم لوړه شوې او ارزښت یې یو میلیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۰.۹ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

د وزارت په وینا، افغانستان په دې موده کې تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره ترسره کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here