د طالبانو حکومت د ملي پراختیا شرکت ویلي چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې په چټکۍ سره روانې دي او د سربند نږدې ۹۱.۸ سلنه کار بشپړ شوی دی.
د دغه شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال ویلي، د کانال اړوند د ۲۸ پلونو او د اوبو د تنظیم تاسیساتو د جوړولو چارې هم دوام لري.
چارواکي وایي، د قوش تېپې پروژه به د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د اوبو په ښه مدیریت او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

