د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو بوخته وه، افغان حکومت د ولسواکۍ او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره اروپایي ټولنې ته مخه کړه، خو د اروپایي استازو ځواب دا و چې د دوی لپاره د امریکا پرېکړې تر هر څه مهمې دي.
فضلي په ایکس پاڼه لیکلي، چې دا تجربه ښيي، په اوسنیو شرایطو کې د ارزښتونو د دفاع لپاره پر بهرنیو لورو تکیه کول نه یوازې بېګټې دي، بلکې د یوې خپلواکې افغاني سیاسي پروسې مخه هم نیسي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره باید کورني سیاسي بهیرونه پیاوړي شي او پر بهرنیو تمو تکیه پای ته ورسېږي.

