پنجشنبه, مې 14, 2026
Homeکورپاڼهجعیت علما اسلام ګوند:که پاکستاني ریاست د شیخ ادریس قاتلان پیدا نکړل٫...

جعیت علما اسلام ګوند:که پاکستاني ریاست د شیخ ادریس قاتلان پیدا نکړل٫ هیواد به د سختو لاریونونو شاهد وي

د جمعیت علمای اسلام (س) مشر مولانا عبدالحق ثاني د خیبرپښتونخوا په مېن جي ټي روډ کې د زرګونه کسانو پراخ لاریون ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې که د مولانا شیخ ادریس قاتلان په درې ورځو کې ونه نیول شي؛ نو هېواد به یې د پراخو لاریونونو شاهد وي.

هغه د شیخ ادریس وژنه پر علماوو او دیني مراکزو مستقیم برید بللی او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې نور له سستۍ لاس واخلي او قاتلان ژوندي ونیسي.

نوموړي د جمعې له لمانځه وروسته د هېواد په کچه د پراخو احتجاجونو اعلان هم کړی او ټینګار یې کړی چې دا پېښه د دارالعلوم حقانیه پر وړاندې درېیم لوی برید دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here