چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 14

نن؛د افغانستان په ګډون په ډېری هېوادونو کې د پلار ورځ نمانځل کیږي

نن د جون ۲۱مه د افغانستان په ګډون په ډېری آسیایي او اروپایي هېوادونو، برېټانیا، امریکا او اسټرالیا کې د پلار ورځ نمانځل کیږي.

د نړۍ یو شمېر مهم سیاسي څېرو او مشرانو هم د پلار ورځ مبارکي ویلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د پلار ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې هېواد یې ډېر ښه روان دی، په ټولو برخو کې بریالی او مخکې دی او داسې بریا چې تر دې وړاندې هېڅکله نه وه لیدل شوې.

د برېټانیا لومړي وزیر هم ویلي چې پلار کېدل زما تر ټولو لویه خوښي ده.

په همدې حال کې نن په افغانستان کې هم یو شمېر ځوانانو د پلار ورځ نمانځلې.

بریتانیا کې؛راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړل شوی

د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څلورو ورځو لپاره د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې، تمه کېږي چې د هوا تودوخه به د سانتي ګراد تر ۳۸ درجو پورې لوړه شي چې په وروستیو کلونو کې د لوړې تودوخې له جدي څپو ګڼل کېږي.

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له مستقیم لمر ځان وساتي، کافي اوبه وڅښي او د عمر خوړلو کسانو او ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هواپوهانو خبرداری ورکړی چې د داسې سختې ګرمۍ پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره تړاو لري.

جرمني؛د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټکوي

د جرمني حکومت غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد غواړي نږدې هره اوونۍ افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو الوتنه ترسره کړي، څو هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري یا په جرمني کې په جرمي قضیو کې ښکېل دي، بېرته یې خپل هېواد ته ولېږي.

د دې بهیر د عملي کولو لپاره د لوژستیکي آسانتیاوو د برابرولو او د الوتنو د دوامداره ساتلو هڅې روانې دي.

که څه هم جرمني د طالبان حکومت په رسميت نه پېژني، خو د کډوالو د ایستلو د سفر اسنادو او الوتنو د تنظیم لپاره یې له اړوند طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ساتلي دي.

په جرمني کې دې موضوع ضد و نقیض غبرګونونه راپورته کړي؛ ځینې یې د کډوالۍ د کنټرول لپاره اړین ګام بولي، خو نور بیا له طالبانو سره هر ډول اړیکې اندېښمنونکې ګڼي.

حکومت طالبان:سیاست «صبر استراتژیک» در برابر پاکستان در حال پایان یافتن است.

رسانه وابسته به حکومت طالبان به نام «المرصاد» در یک مقاله تحلیلی گفته است که سیاست «صبر استراتژیک» “امارت اسلامی” در برابر حاکمیت نظامی پاکستان در آستانه پایان یافتن قرار دارد.

در این مقاله ادعا شده است که حکومت طالبان در تأمین امنیت داخلی و مهار تهدیدهای خارجی موفق بوده و پاکستان را به حمایت از ناامنی در افغانستان متهم کرده است.

همچنین در این نوشته آمده است که اگر روند تهدیدهای امنیتی از سوی پاکستان ادامه یابد، سیاست واکنش سریع و قاطع در برابر این تهدیدها بیش از پیش تقویت خواهد شد.

پاکستان تاکنون به گونه رسمی در مورد این ادعاها اظهار نظر نکرده است.

پزشکیان: په قطر کې ۶ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني به بېرته ایران ته ستنې شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې په قطر کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ به د امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د یوې لومړنۍ هوکړې په چوکاټ کې بېرته ایران ته ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، دا شتمنۍ چې شاوخوا ۶ میلیارده ډالره اټکل کېږي، د دواړو لورو ترمنځ د روانو خبرو د یوې مهمې برخې په توګه هم یادیږي.

په ورته وخت، دغه پرمختګ د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د احتمالي سولې د هوکړې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تر اوسه د دې هوکړې په اړه د امریکا له لوري رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

مریم امرخیل:په برلین کې افغان سفارت زما پښتو عریضه ونه منله

لیکوالې او ژورنالستې مریم امرخیل ویلي چې په برلین کې د افغانستان سفارت د هغې هغه عریضه نه ده منلې چې په پښتو ژبه لیکل شوې وه.

نوموړې وایي، د یوه حقوقي بهیر د بشپړولو لپاره یې اوږد سفر او څو ساعته انتظار وکړ، خو د سفارت کارکوونکو ترې وغوښتل چې عریضه په دري ژبه وړاندې کړي.

د امرخیل په وینا، وروسته له هغه چې د هغې متن د یوه افغان له خوا دري ته وژباړل شو، اسناد یې ومنل شول.

هغې دغه چلند د ژبني تبعیض بېلګه بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان رسمي استازولۍ باید د هېواد د ټولو رسمي ژبو درناوی وکړي.

کابل؛پر خراساني د برید د پلان په تړاو پنځه کسان نیول شوي

سرچینې وایي چې هغه پنځه کسان نیول شوي چې د عبدالحمید خراساني پر وړاندې یې د برید پلان درلود.

د معلوماتو له مخې، دغو کسانو د برید لپاره یوه کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکه هم چمتو کړې وه.

خراساني ادعا کړې چې یادو کسانو د یوه ګاونډي هېواد څخه ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي وو.

د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت امنیتي ادارو څه نه دي ویلي.

ایران: د مقابل لوري د ژمنو د عملي کېدو بهیر په جدي ډول څارو

ایران ویلي، د مقابل لوري د ژمنو د عملي کېدو بهیر به په دقت او جديت سره وڅاري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه بیان کې ویلي چې په سویس کې غونډه د جګړې د پای ته رسولو د تفاهم‌لیک د عملي کېدو د څارنې په موخه ترسره شوې ده.

نوموړي ویلي، د دغه تفاهم‌لیک له مخې، د وروستي تړون لپاره د خبرو اترو پیل د څو مادو له بشپړ عملي کېدو سره تړلی دی او په وینا یې، تر څو چې دغه شرطونه عملي نه شي، د وروستۍ هوکړې پړاو ته تګ امکان نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې په نننیو خبرو کې تمرکز د یادو مادو پر پلي کېدو، په ځانګړي ډول د جګړې د پای ته رسولو پر بند او همداراز د ایران د تېلو د صادراتو او د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په مسایلو شوی دی.

ایران ټینګار کړی چې د خپلو حقونو د خوندي کولو او د ژمنو د عملي کېدو تر څنګ به د خبرو اترو بهیر په جدي ډول وڅاري.

ساعات کاری کتاب‌خانه‌های عامه تا ساعت ۱۰ شب تمدید شد

دکتور رفیع‌الله صمیم، رئیس کتاب‌خانه‌های عامه اعلام کرد که از این پس تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ساعت ۱۰ شب به روی علاقه‌مندان مطالعه، تحقیق و فعالیت‌های علمی باز خواهند بود.

به گفته وی روزانه صدها دانش‌آموز، محصل و پژوهشگر برای مطالعه، نگارش تحقیق و ارتقای سطح علمی خود به این مرکز مراجعه می‌کنند. او افزود که به منظور فراهم‌سازی فرصت بیشتر برای جوانان و ایجاد زمینه مناسب برای فعالیت‌های علمی در محیطی آرام و مناسب، ساعات کاری این مرکز تمدید شده است.

رئیس کتاب‌خانه‌های عامه تأکید کرد که این اقدام با هدف حمایت از فرهنگ مطالعه و تسهیل دسترسی پژوهشگران و دانشجویان به منابع علمی صورت گرفته است.

شهباز شریف؛او جی ډي وینس په سویس کې سره ولیدل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د مرستیال ولسمشر جی ډي وینس سره د سویس په بورګن‌سټاک کې ولیدل.

دا لیدنه د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي کچې روانو خبرو اترو په څنډه کې شوې، چې د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د تعقیبي بهیر په توګه ترسره کېږي.

تراوسه د شریف او وینس په لیدنه کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

نن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سویس ته ورسېد او د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه به د لوړې کچې خبرو اترو کې ګډون وکړي.