د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې یو قزاقي شرکت غواړي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کروم کانونو د سپړنې او پراختیا لپاره ساحوي عملیات پیل کړي، او حتی د یوه کان د پېرلو احتمال هم تر غور لاندې لري.
د قزاقستان خبري اژانس «قزابا» د راپور له مخې، د دغه هېواد شرکت «اوراسین ریسورسز ګروپ» په دې اړه د مستقیمې پانګونې او یا له افغان شریکانو سره د ګډ شرکت د جوړولو په لارو چارو کار کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومانګارین او د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې قزاقستان ته د پروسس لپاره د ځینو صنعتي ډبرو د لېږد پر موضوع خبرې شوې دي.
د دې لیدنې پر مهال یو تفاهم لیک هم لاسلیک شوی چې له مخې به یې له افغانستانه قزاقستان ته د پروسس لپاره شاوخوا ۳۰ زره ټنه ډبرې ولېږدول شي، چې ارزښت یې نږدې ۱۸.۸ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکې ویلي و چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ ۲۵ تفاهم لیکونه په کابل کې د افغان–قزاق اقتصادي غونډې پر مهال لاسلیک شوي دي.
دغه تفاهم لیکونه کابل ته د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر د سفر په جریان کې لاسلیک شوي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د وارداتو او صادراتو د بهیر اسانه کول بلل شوي دي.

