یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 13

اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه؛ښوونځي تړل کیږي او د روغتیا خطرونه زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ټېدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې اروپا د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ ده چې له امله یې ښوونځي تړل کېږي او د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ شوې ده.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې وروستي معلومات ښيي په اروپا کې د تودوخې کچه د نړۍ د تودوخې د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره په چټکۍ لوړېږي چې دا د راتلونکو کلونو لپاره د سختې ګرمۍ له امله د پېښو احتمال او شدت نور هم زیاتوي.

هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ نور د ځنډ توان نه لري او د هېوادونو مشران باید د اقلیم له بدلون سره د مقابلې وړ روغتیايي سیستمونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. همداراز یې د اقلیمي اقدام د چټکولو او د اقلیمي بحران د اصلي لاملونو د کمولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته هم لارښوونه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال د ځان د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر وکاروي.

ایران بار دیگر ادعای موافقت با بازرسی از تأسیسات هسته‌ای آسیب‌دیده را رد کرد

کاظم غریب‌آبادی معاون وزیر امور خارجه ایران بار دیگر گزارش‌ها درباره موافقت تهران با بازرسی از تأسیسات هسته‌ای آسیب‌دیده و مواد هسته‌ای را رد کرد.

غریب‌آبادی روز سه‌شنبه در شبکه اجتماعی ایکس نوشت که در جریان مذاکرات سوئیس هیچ دیداری با رافائل گروسی مدیرکل آژانس بین‌المللی انرژی اتمی، برگزار نشده و هیچ برنامه‌ای برای دسترسی بازرسان آژانس به تأسیسات هدف حملات اخیر و مواد هسته‌ای وجود ندارد.

او همچنین در واکنش به اظهارات مقام‌های آمریکایی از جمله دونالد ترامپ و جی‌دی ونس، تأکید کرد که نمی‌توان با «هیاهوی رسانه‌ای» واقعیت‌ها را تغییر داد.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که رافائل گروسی ساعاتی پیش اعلام کرده بود بازرسی از تأسیسات هسته‌ای ایران از سر گرفته خواهد شد.

وی در گفت‌وگو با خبرنگاران در ژاپن گفت که تفاهم میان آمریکا و ایران به‌صراحت بر ادامه نظارت آژانس بر فعالیت‌های هسته‌ای ایران تأکید دارد و برای اجرای این روند، انجام بازرسی‌ها ضروری است.

گروسی با اشاره به ادامه رایزنی‌ها درباره زمان و مکان بازرسی‌ها افزود که تصمیم نهایی با همکاری دولت ایران اتخاذ خواهد شد و اصل مهم ازسرگیری این روند است.

پیش از این نیز اسماعیل بقایی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران اعلام کرده بود که هیچ برنامه‌ای برای بازرسی آژانس از تأسیسات آسیب‌دیده ایران وجود ندارد و در این زمینه سازوکار مشخصی تعریف نشده است.

این در حالی است که دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا مدعی شده ایران با اجرای گسترده‌ترین سطح بازرسی‌های هسته‌ای در آینده موافقت کرده است. جی‌دی ونس، معاون رئیس‌جمهور آمریکا نیز پس از مذاکرات اخیر در سوئیس گفته بود تهران با بازگشت بازرسان آژانس موافقت کرده است؛ ادعایی که از سوی مقام‌های ایرانی رد شده است.

د سولې لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه؛پزشکیان اسلام‌آباد ته له سفره خوشاله دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران او پاکستان د خپلو ارمانونو او هیلو په برخه کې ژور مشترکات لري او د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې د سولې لپاره مهم رول لوبولی شي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې دا هڅې د پاکستان د غني کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.

پزشکیان زیاته کړې چې پاکستان ته د سفر پر مهال یې په سوله کې د دغه هېواد د منځګړیتوب د ستاینې ترڅنګ له لوړپوړو مشرانو سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولی شي په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره زمینه برابره کړي.

که اوس نه وي، بیا کله؟ د ګډ ولسي فشار تاریخي شیبه

لیکوال: احمد شاه ساحل
بلوڅ او پښتانه ښايي تر دې غوره موقع د خپل عملي یووالي لپاره ونه مومي. همدا یې مناسب وخت دی چې دواړه قومونه د یوه منظم چوکاټ تر چتر لاندې د خپلو بندي مشرانو او غړو د را خوشې کولو لپاره په ګډه راووځي او تر نامعلومې مودې پورې پراخ لاریونونه اعلان او پیل کړي.

که په لومړیو ورځو کې په لاریونونو کې په ګڼ شمېر خلک ګډون ونه کړي، پروا نه کوي. د ولسي لاریونونو طبیعت همداسې وي؛ پیل یې له څو کسانو کېږي، خو د لارې په منځ او پای کې ان تر میلیونونو کسانو رسېږي. که د پي ټي ایم او بلوڅو سیاسي مشران د ماهرنګ د عمري بند د اعلان په همدې تودو شیبو کې هر څومره ژر د یوې منظمې او عملي کېدونکي تګلارې په جوړولو لاس پورې کړي، ګټور کار به یې کړی وي.

پاکستان دا مهال ځان پر افغانستان په بریدونو بوخت کړی، له بلې خوا د ځینو وسلوالو ډلو له داخلي ټکرونو سره هم مواجې دی، کشمیر او ګلګت پرې دپاسه؛ هممهاله د نړۍ په سوله او جګړه کې هم ګوتې وهي، او تر دې لا مهمه دا چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د بلوڅ وسلوالې ډلې د ساتلو موضوع دغې ډلې ته یو ډول رواني قوت او پاکستان ته سیاسي بدخوندي ورکړې ده. په داسې یو وضعیت کې به دا ډول پراخ او لوی ولسي لاریونونه حتماً پاکستان د خلکو د غوښتنو منلو ته اړ باسي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې پي ټي ایم او بلوڅانو وار له مخه پر نړۍ خپلې غاړې خلاصې کړي دي، او مهمه دا چې د نړیوالو بشري سازمانونو ملاتړ او پام یې هم ترلاسه کړی دی. دغو سازمانونو څو ځله د یادو بندیانو د خوشې کولو او د هغوی د بې‌ ګناهۍ په اړه غږ پورته کړی دی. اوس که بلوڅ او پښتانه هم په ګډه خپل غږ ورسره یو کړي، نو اغېز به یې لا زیات شي. (دلته دا هم مهمه ده چي که پاکستان وغواړي دغه لاریونونه وځپي یا یې نړۍ ته په اړه ناسم معلومات ورکوي، نو نه به شي کولی او هیڅ پلمه به ورته نه لري. ځکه نړیوال سازمانونه به مخکې تر مخکې په ملامت او سلامت خبر وي، او ورته وایي به چې موږ خو لا له وړاندې تاسو ته د دوی د غوښتنو منلو ویلي وه. یعنې په دې مانا چي په دې مقطع کې به نړیوال سازمانونه حتماً د لاریونوالو پر طرف ولاړ وي.)

د دغو لاریونونو ګټه به پښتنو او بلوڅو ته دا وي چې، له یوې خوا به خپل بندي مشران او غړي راخوشي کړي، او له بلې خوا به خپل لومړنی عملي یووالی وازمويي. که دا تجربه بریالۍ شي، نو عام پښتانه او بلوڅ به د ګډ کار او یووالي په عملي ګټو لا ښه پوه شي، او په راتلونکي کې به د خپلو نورو موخو او غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هم په ګډه هڅې کوي.

پر دې سربېره، پي ټي ایم به تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د پخوا په څېر خپل عملي حضور وښيي او په میدان کې به راڅرګند شي. په دغه لاریونونو کې به پي ټي ایم د خپلو زنداني او ازادو غړو نومونه هم د بندیزونو له بېلابېلو لېستونو څخه وباسي، او په دې توګه به پي ټي ایم په نسبي ډول، بیرته خپل عادي او معمول حالت ته راوګرځي.

بدلونونه وخت ته نه، حرکت ته ګوري!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د هانا نیومن غوښتنه: له طالبانو سره د «ناپاکو معاملو» مخه ونیسئ

د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي چې له طالبانو سره باید هېڅ ډول پټې یا ناسمې معاملې ونه شي.

نوموړې په یوه ټویټ کې د فیلیز ګرین او یو شمېر نورو اروپایي سیاستوالو، د اروپایي پارلمان او د جرمني پارلمان غړو او همداراز د افغانستان د پخوانیو پارلماني غړو سره یوځای دا غوښتنه کړې ده چې د طالبانو له حکومت سره د هر ډول غیرشفاف تعامل مخه ونیول شي.

نوموړې همداراز له خلکو غوښتي چې د «Brand New Bundestag» له لارې د پرانیستي لیک ملاتړ او لاسلیک وکړي.

ګریټا تونبرګ: په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

په پاکستان کې د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماه‌رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا ورکولو پرېکړې نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د اقلیمي بدلون نړیوالې فعالې ګریټا تونبرګ هم د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د بشري حقونو او عدالت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

نوموړې وایي، ماه‌رنګ بلوڅ په پاکستان کې د خپلو خلکو د جبري ورک کېدنې، وژنې او عدالت غوښتنې لپاره په سوله ییز ډول غږ پورته کاوه.

په ورته وخت راپورونه ښیي چې د ماه‌رنګ بلوڅ د عمري بند قضیې د پاکستان د عدلي نظام، حساب ورکونې او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو بحثونو تمرکز زیات کړی دی.

نړیوالو څارونکو ویلي چې دا پرېکړه کولی شي د پاکستان دننه او بهر سیاسي او بشري غبرګونونه نور هم پراخ کړي.

دیدار رئیس عمومی اطاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان با رهبری و اعضای تجارت و صنعت PHD در دهلی نو

رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در دیدار با رهبری و اعضای اتاق تجارت و صنعت PHD در دهلی نو، درباره راه‌های تقویت همکاری‌های اقتصادی میان افغانستان و هند گفت‌وگو کرد.

سید کریم هاشمی در این دیدار بر گسترش تجارت دوجانبه افزایش سرمایه‌گذاری‌های مشترک، انتقال تکنالوژی، همکاری‌های صنعتی و توسعه روابط میان سکتورهای خصوصی دو کشور تأکید کرد.

براساس معلومات ارائه‌شده طرف هندی آمادگی خود را برای همکاری در بخش‌های دواسازی، لوژستیک، کارگو، تولیدات صنعتی و سایر عرصه‌ها اعلام کرده است.

همچنین، اتاق تجارت و صنعت PHD هند از برنامه اعزام یک هیئت تجاری ۲۰ نفره به افغانستان در آینده نزدیک خبر داده که هدف آن بررسی فرصت‌های سرمایه‌گذاری و گسترش همکاری‌های اقتصادی میان دو کشور عنوان شده است.

د اروپایي پارلمان غړې:د ټولو اروپایانو په استازیتوب بروکسل ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر په اړه له افغان ښځو بخښنه غواړم

د اروپایي پارلمان غړې روچېل ګارسیا هرمیدا په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د حضور په اړه سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، د ۴۵۰ میلیونه اروپایانو په استازیتوب بخښنه غواړم چې اروپایي پارلمان ونه توانېد د دې «لېونتوب» مخه ونیسي او طالبان بروکسل ته راغلل.

هغې د پارلمان په علنۍ غونډه کې وویل چې له طالبانو سره تعامل هغوی ته د نړیوال مشروعیت احساس ورکوي او دا چاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لا زیاتېدو لامل کېدای شي.

روچېل ګارسیا د هغو افغانو ښځو او نجونو پیغامونه هم ولوستل چې د طالبانو تر واک لاندې د خپلو حقونو، زده‌کړو او ازادیو په اړه اندېښنې لري. د هغې په وینا، ځینو افغانو ښځو خبرداری ورکړی چې د طالبانو نړیوال منل کېدل به د ښځو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو لامل شي.

نوموړې همداراز د هزاره ښځو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اروپایي ټولنه باید د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی غږ ته لومړیتوب ورکړي.

هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه باید د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه له خپلو ارزښتونو سره سم عمل وکړي او د افغانستان د ښځو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

دیدار نمایندگان افغانستان و مالیزیاتأکید بر گسترش روابط دوجانبه

نقیب‌الله احمدی سرپرست سفارت حکومت طالبان در مالیزیا در دیدار با داتو احمد اعظم نماینده ویژه مالیزیا برای افغانستان و مشاور وزارت امور خارجه این کشور، درباره روند پیشرفت‌های مثبت در روابط میان دو کشور گفت‌وگو کرد.

در این نشست همچنان بر تقویت روابط سیاسی و اقتصادی دوجانبه تأکید شد و دو طرف بر توسعه مناسبات مستحکم بر اساس منافع مشترک ابراز امیدواری کردند.

مسئولان دو طرف این دیدار را گامی مثبت در راستای گسترش همکاری‌های آینده میان کابل و کوالالامپور توصیف کردند.

پاکستان: د طالبانو استازي چې هر چېرته ځي، موږ یې په اړه اندېښنه نه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د حکومت استازي کولی شي هر هېواد ته سفر وکړي او اسلام‌آباد په دې اړه کومه اندېښنه نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال بروکسل ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان په دې اړه کومه ستونزه نه ویني.

نوموړي همداراز د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې افغانستان د پاکستان پولې ته نږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي، وویل د خپلو ځواکونو تنظیم او ځای پر ځای کول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په څرګند ډول ټاکل شوې او باید درناوی ورته وشي.