دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 104

د اسرائیل او امریکا ګډ بریدونه؛د ایران د سپاه پاسداران د اطلاعاتو د سازمان مشر مجید خادمي یې وواژه

0

د ایران د سپاه پاسداران د اطلاعاتو د سازمان مشر، مجید خادمی، د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې وژل شوی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د “شهادت” لوړ مقام ته رسېدلی دی.

مجید خادمي د سپاه پاسداران د اطلاعاتي جوړښت له مهمو کلیدي څېرو څخه ګڼل کېده او د امنیتي او استخباراتي چارو په رهبرۍ کې یې مهم رول درلود.

رویټرز:د ایران او امریکا ترمنځ دوه‌ پړاویزه طرحه وړاندې شوې

0

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوه دوه‌پړاویزه طرحه وړاندې شوې چې پکې لومړی سمدستي اوربند او ورپسې دایمي هوکړه شامله ده.

د رویټرز د باخبره سرچینو په حواله، دا طرحه د دې احتمال برابروي چې تهران به له اټومي وسلو تېر شي او په بدل کې به پرې نړیوال بندیزونه کم او کنګل شوې شتمنۍ به یې ازادې شي.

سرچینې زیاتوي، که دا وړاندیز ومنل شي، نه یوازې به جګړه سمدستي ودرېږي، بلکې د هرمز تنګي مهمه سمندري لار به هم بېرته پرانیستل شي.

په ورته مهال، راپورونه ښيي چې د پاکستان د پوځ قومندان د منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې له لوړپوړو امریکايي او ایراني چارواکو سره جلا جلا اړیکې نیولې دي، چې پکې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وانس، ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي شامل دي.

د طالبانو حکومت؛په زابل، سمنګان، کندز او سرپل کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د اوسېدو ځمکې ویشلې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره په زابل، سمنګان، کندز او سرپل ولایتونو کې د دایمي استوګنې لپاره ځمکې وېش شوې دي.

حمدالله فطرت ویلي چې تر اوسه پورې د ۸۲۶۵ څخه زیاتو کورنیو لپاره ځمکې وېشل شوي او د ځمکو وېش به په راتلونکې کې هم دوام ولري.

د هغه په وینا، دغه اقدام د راستنېدونکو کورنیو د اسانتیا او دایمي استوګنې د برابرولو لپاره ترسره شوی، څو هغوی وکولای شي په خپلو سیمو کې باثباته ژوند پیل کړي.

سي‌واچ:د مدیترانې په سمندرګي کې د کډوالو کښتې د ډوبېدو له امله ۷۱ کسان ورک دي

0

په مدیترانې سمندر کې د لیبیا له سواحلو څخه اروپا ته روانه د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۷۱ کسان لادرکه شوي او یوازې ۳۲ تنه ژغورل شوي دي.

د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول “سي‌واچ” او ایټالیايي سرچینو په وینا، په دې کښتۍ کې ټولټال ۱۰۵ کسان سپاره وو چې د پېښې وروسته یوازې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د سي‌واچ له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو شمېر کډوال د ژغورنې کوچنیو کښتیو پورې نښتي او یوه سوداګریزه بېړۍ یې د مرستې لپاره ورنږدې شوې ده.

راپورونه ښيي چې خراب موسم او د سمندر نامناسب شرایط د شمالي افریقا او اروپا ترمنځ د کډوالۍ دا لاره لا خطرناکه کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې یوازې د روان کال له پیل راهیسې په مرکزي مدیترانه کې لږ تر لږه ۶۸۳ کسان مړه شوي دي.

له تېر کال راهیسې نږدې ۳۰۰۰افغان کډوال اروپایي لارو ته په قاچاقي ډول د تګ پرمهال مړه شوي دي.

اوزبیکستان:چمتو یو چې په افغانستان کې د درملو د تولید برخه کې پانګونه وکړو

د اوزبیکستان د درملو ادارې یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د دغه هېواد سوداګر او پانګوال چمتو دي په افغانستان کې د درملو د تولید په سکتور کې پانګونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، عبدالله عزیزوف دغه څرګندونې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي، چې پکې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې هڅه کوي افغانستان ته باکیفیته درمل صادر کړي او د خلکو باور ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، هغه درمل چې په اوزبیکستان کې تولید او کارول کېږي، هڅه به وشي چې په هماغه معیار افغانستان ته هم وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د درملو د تولید، روغتیايي تجهیزاتو او طبي زیربناوو په برخه کې د پام وړ پانګونې ته اړتیا لري.

امریکايي جنرال:متحده ایالات د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو بشپړ توان لري

0

د امریکا متقاعد جنرال فرانک مک‌کنزي ویلي چې متحده ایالات د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو بشپړ پوځي توان لري او اوسني اقدامات د همدې عملیاتو لومړني پړاوونه دي.

فرانک مک‌کنزي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دا بهیر به د ایران د هغو وړتیاوو کمولو سره پیل شي چې د کښتیو پر وړاندې کارول کېږي.

د هغه په وینا، په دې کې د چټکو بریدګرو کښتیو له منځه وړل او د سمندري ماینونو د زېرمو له منځه وړل شامل دي.

هغه ټینګار کړی چې حتی لږ شمېر سمندري ماینونه هم کولای شي نړیوال سمندري تګ راتګ له جدي خنډ سره مخ کړي، نو ځکه به د دغو ګواښونو له منځه وړل لومړیتوب ولري.

مک‌کنزي زیاته کړې چې د تنګي د بیا پرانیستلو عملیات به د هوايي او سمندري ځواکونو له لارې ترسره شي، خو د اړتیا په صورت کې ښايي د لنډ مهال لپاره محدود ځمکني ځواکونه هم وکارول شي.

نوموړي همداراز د خارک ټاپو ستراتیژیک اهمیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې سیمې نیول به پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او په احتمالي مذاکراتو کې به د فشار وسیله شي.

هغه د جګړې د پای لپاره کوم مشخص مهالوېش ونه ښود، خو ویې ویل که د امریکا ولسمشر کومه پرېکړه اعلان کړي، ډېر احتمال لري چې عملي به شي او د ایران مشران باید دا موضوع جدي ونیسي.

ایراني چارواکي ډونالډ ټرمپ ته:که د امریکا لخوا د ایران پر زیربناوو برید وشي؛ نو سخت ځواب به درکړو

0

ایراني چارواکو د ډونالډ ټرمپ هغه ضرب‌الاجل رد کړی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یې ټاکلی و.

ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران تر سه‌شنبې پورې دغه مهمه لاره خلاصه نه کړي؛ نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه دا هم ویلي چې د کړکېچ د دوام په صورت کې ښايي د ایران مهمې زیربناوې، لکه برېښناکوټونه او پلونه، په نښه شي.

په مقابل کې، ایراني چارواکو دا څرګندونې د جګړې پارونه او د جنګي جرمونو هڅونه بللې او ټینګار یې کړی چې که پر حیاتي تاسیساتو برید وشي، نو ایران به ورته متقابل ځواب ورکړي.

ایران مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د دې هېواد پر مهمو تاسیساتو هر ډول پوځي اقدام به له سخت غبرګون سره مخ شي.

اکسیوس:د ۴۵ ورځني اوربند پر امکان د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې روانې دي

0

د اکسیوس د راپور له مخې، امریکا، ایران او یو شمېر سیمه‌ییز منځګړي د احتمالي ۴۵ ورځني اوربند پر شرایطو خبرې کوي، چې ښايي په پای کې د جګړې دایمي پای ته لار هواره کړي.

راپور د څلورو امریکايي، اسراییلي او سیمه‌ییزو سرچینو له قوله لیکي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د یوې جزوي موافقې احتمال کم دی، خو دا هڅه د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره وروستی فرصت بلل کېږي.

اکسیوس لیکلي، که توافق ونه شي، ښايي جګړه پراخه شي او د ایران پر ملکي بنسټونو پراخ بریدونه او د خلیج هېوادونو د انرژۍ او اوبو تاسیساتو پر وړاندې غبرګونونه رامنځته شي.

د سرچینو په وینا، خبرې د پاکستان، مصر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي.

اکسیوس زیاته کړې چې همداراز لیکلي پیغامونه د سټیو ویتکاف او عباس عراقچي ترمنځ تبادله شوي دي.

د وړاندیز شوې موافقې پړاوونه:
لومړی پړاو: ۴۵ ورځنی اوربند، چې پر مهال یې د جګړې دایمي پای ته رسولو لپاره خبرې کېږي.
دوهم پړاو: د جګړې د بشپړ پای ته رسولو وروستۍ موافقه.
یوې سرچینې ویلي چې که خبرو ته نور وخت ته اړتیا وي، اوربند غځېدلی هم شي.

نیویارک ټایمز:سي‌آی‌ای، د امریکایي افسر د پټولو لپاره غلط مالومات خپاره کړي وو

0

نیویارک‌ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکايي افسر د پټیدو ځای د ساتنې لپاره، سي‌آی‌ای په ایران کې غلط معلومات خپاره کړل.

د راپور له مخې، د نسکورې شوې جیټ الوتکې افسر چې د پراشوټ له لارې یې ځان ژغورلی و، له ۲۴ ساعتونو زیات د ایراني ځواکونو څخه تېښته کړې او په ۷۰۰۰ فوټه لوړوالي کې پټ و.

د پنټاګون او سپینې ماڼۍ په لارښوونه، سلګونه ځانګړو ځواکونو په ګډه د ژغورنې عملیات ترسره کړل.

ټایمز لیکلي، سیمه لومړی د پوځ له خوا بمبار شوه او کمانډو ځواکونو د نژدې کیدو پر مهال ډزې وکړې، خو کوم غبرګون ونه ښودل شو.

یاد ا فسر وروسته، د درملنې لپاره له همغه ځایه کویټ ته انتقال شو.

هند؛د افغانستان سېلاب ځپلو سره د مرستې نوې محموله کابل ته واستوله

د افغانستان خلکو ته د وروستیو سېلابونو او زلزلې له امله د رامنځته شوي کړکېچ په وخت کې، هند عاجلې بشري مرستې (HADR) وړاندې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې دغه مرستې د اشپزخانې سامانونه، د پاکوالي کټونه، پلاستیکي شیټونه، ترپالونه، د خوب کڅوړې او نور اړین توکي شامل دي.

جیسوال ټینګار کړی چې هند د افغانستان خلکو سره په دې سخت وخت کې په بشپړه توګه ولاړ دی او ژمن دی چې د بشري مرستو او ملاتړ له لارې به دوامداره همکاري وکړي.