پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهد ایران–امریکا له هوکړې وروسته؛د نتنیاهو چوپتیا د ډېرو د پام وړ...

د ایران–امریکا له هوکړې وروسته؛د نتنیاهو چوپتیا د ډېرو د پام وړ ګرځېدلې

د ایران تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړه‌لیک له خپرېدو وروسته د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چوپتیا د سیاسي څارونکو ترمنځ د بحث وړ ګرځېدلې ده.

راپور زیاتوي چې د هوکړه‌لیک له اعلان څه باندې ۱۲ ساعتونه تېر شوي، خو نتنیاهو چې مخکې یې د ایران پر وړاندې د «بشپړې بریا» ژمنه کړې وه، تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د تسنیم په وینا، په همدې موده کې د نتنیاهو منتقدانو هغه د ایران پر وړاندې د ستراتیژیکو ناکامیو له امله سخت ننګولی دی.

معلومات ښیي چې نتنیاهو عموماً د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په چټک ډول غبرګون ښيي چې د ایران پر وړاندې د بریا په توګه تعبیرېدی شي، خو دا ځل یې چوپتیا اوږده شوې ده.

هم مهاله د تسنیم آژانس په راپور کې ویل شوي چې د لیکود ګوند پلان درلود د راتلونکو ټاکنو په کمپاین کې د نتنیاهو او ټرمپ ځانګړې اړیکې د تبلیغاتو محور وګرځوي، خو اوس له دې تګلارې په شا شوی دی.

تسنیم د ځینو نورو شننو له قوله لیکلي چې د امریکا او اسراییلو په اړیکو کې په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې د پوځي فشار د دوام په موضوع کې د نظر اختلافات هم د دې وضعیت یو لامل بلل کېږي.

راپور همدارنګه ادعا کوي چې د هوکړه‌لیک په ځینو مادو کې د لبنان موضوع د یادېدو له کبله نتنیاهو خفه دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here