د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند تړون باید له امریکایانو سره شریک شي، څو هغوی خپله پرېکړه وکړي چې دا جګړه بریالۍ وه که ناکامه.
هغه وايي د دې جګړې پای ته رسېدل ښه خبره ده، خو په وینا یې دا یو «کمزوری او نیمګړی تړون» دی چې د یوې ناسمې جګړې د پایلو ستونزې یې نه دي حل کړې.
بلېنکن زیاتوي چې د دې جګړې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د امریکا خلکو ته یې ګټه نه ده رسولې، بلکې لګښتونه یې زیات کړي دي او د امریکا پوځیان هم په کې قرباني شوي دي.
هغه ویلي، د ایران نظام لا هم پر ځای پاتې دی او حتی پوځي وړتیاوې یې کمې شوې نه دي، بلکې لا پیاوړې شوې دي. د هغه په وینا ایران اوس هم د توغندیو او ډرونونو لویه ذخیره لري او په سیمه کې له خپلو وسلهوالو ډلو سره اړیکې ساتي.
بلېنکن همدارنګه ادعا کړې چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو هڅې بشپړې بریالۍ شوي نه دي او ایران لا هم غني شوی یورانیم او د اټومي پرمختګ وړتیا لري. هغه ویلي چې که دا موضوع د راتلونکو خبرو له لارې حل شي، نو دا به د دې په بدل کې وي چې پر ایران څه ډول بندیزونه لېرې کېږي.
هغه ویلي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدل د دې تړون یوه ښکاره پایله ده، خو په وینا یې دا لاره مخکې له جګړې هم خلاصه وه. هغه خبرداری ورکړی چې ایران اوس هم کولی شي د نړیوالې سوداګرۍ د انرژۍ جریان اغېزمن کړي.
بلېنکن ویلي چې د جګړې له امله به د تیلو بیې او اقتصادي فشارونه کم نه شي او نړۍ به د انرژۍ له نوي بحران سره مخ وي. هغه زیاتوي چې د بیا رغونې، زېرمو پوره کولو او امنیتي توازن جوړولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.
هغه همدارنګه ویلي چې د دې وضعیت یوه غیر مستقیمه ګټه ښايي د تجدید وړ انرژۍ پراختیا وي، خو په وینا یې چین به په دې برخه کې تر ټولو لوی ګټونکی وي.
په پای کې بلېنکن ویلي چې دا جګړه د امریکا لپاره ستره ناکامي وه، ځکه نه یوازې د خلکو ژوند یې ښه نه کړ، بلکې اقتصادي فشارونه یې هم زیات کړل. هغه ویلي، ښه خبره دا ده چې جګړه پای ته رسېدلې، خو په وینا یې ځینې کسان به دا د بریا په نوم وښيي، حال دا چې د ده په نظر دا داسې ده لکه یو څوک چې خپله اور بل کړي او بیا یې مړ کړي.

