پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهتسنیم؛د ایران تر بریدونو لاندې د راغلو ځینو امریکايي اډو نقشه خپره...

تسنیم؛د ایران تر بریدونو لاندې د راغلو ځینو امریکايي اډو نقشه خپره کړې

د ایران تسنیم خبري اژانس د هغو امریکايي پوځي اډو او تاسیساتو نقشه خپره کړې چې په وینا یې، د ایران له لوري په وروستیو بریدونو کې په نښه شوي دي.

د خپرې شوې نقشې له مخې، په نښه شوې سیمې او هدفونه په لاندې ډول دي:

  • د کویټ علي السالم هوايي اډې په بېلابېلو برخو ۱۶ بریدونه
  • د کویټ د بوهرینګ کمپ په بېلابېلو برخو ۲۲ بریدونه
  • د متحده عربي اماراتو الظفره هوايي اډې په بېلابېلو برخو ۹ بریدونه
  • بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ مرکز په بېلابېلو برخو ۱۲ بریدونه
  • د بحرین ISA هوايي اډه
  • او دوه د لېرې واټن څارنې راداري سیسټمونه په بریدونو کې په نښه شوي.

تسنیم د نقشې ترڅنګ ادعا کړې چې یاد تاسیسات د ایران د عملیاتو پر مهال په نښه شوي دي، خو د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه د امریکا له لوري رسمي تایید یا جزییات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here