دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي

حمدالله فطرت:د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د فطرت په وینا، په پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو په کلي کې تر هغه وروسته چې یوه ملکي کور بمبار شو، د سیمې خلک د ژغورنې لپاره ورټول شول؛ خو سیمه بیا ځلې تر برید لاندې راغله چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه زیاته کړې چې د پکتیکا د ګیان او د کونړ د منورې ولسوالیو په بریدونو کې هم د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي او په ټولیز ډول درې استوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here