دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانپاکستان:افغانستان کې مو تېره شپه هوايي بريدونو کې د جماعت‌الاحرار ۲۹ وسله...

پاکستان:افغانستان کې مو تېره شپه هوايي بريدونو کې د جماعت‌الاحرار ۲۹ وسله وال وژلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغانستان په پوله کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات او ورپسې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ترار په اېکس کې لیکلي، دغه عملیات په پاکستان کې د وروستیو امنیتي پېښو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د رینجرز پر کمپ له بریدونو وروسته ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې د جماعت الاحرار او “فتنه الخوارج” اړوند ۲۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم د یکشنبې شپې هوايي بریدونه تایید کړي دي او دا يې د پاکستان بزدلانه وحشت بللی دی.

ښاغلي مجاهد ويلي چې د پاکستان پوځي رژیم ملکي وګړي په نښه کړې او لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here