پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې پاکستاني جټ الوتکې د یمن د حوثیانو پر ضد په هوايي بریدونو کې کارول کېږي.
پاکستاني چارواکو ویلي، دا ډول راپورونه ناسم او منفي تبلیغات دي او پاکستان هېڅکله د حوثیانو پر ضد په هوايي عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې.
تر دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې پاکستاني جټ الوتکې د یمن پر حوثیانو د هوايي بمباریو لپاره کارول کېږي، خو ویلي یې وو چې پاکستاني ځواکونه لا د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتو نه دي.

