پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeافغانستانیوناما: په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول...

یوناما: په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپتمبر ترمنځ په کابل او هرات کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ د طالبانو حکومت د چارواکو له لوري نیول شوي یا توقیف شوې دي.

د یوناما په وینا، دغه نیونې د طالبانو حکومت د جامو او حجاب له مقرراتو سره د ښځو د نه مطابقت له امله رامنځته شوي.

په نیول شویو ښځو کې ځینې د چادرۍ نه اغوستلو، د وېښتانو ښکاره کېدو، رنګین ټیکري اغوستلو، سینګار کولو او له محرم پرته په عامه ځایونو کې د تګ له امله نیول شوې دي.

یوناما وايي، نیول شوې ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي، خو د خوندیتوب او ټولنیزې بدنامۍ له وېرې د ورته ډېرو پېښو د نه راپور کېدو له امله ښايي د نیول شویو ښځو شمېر تر ثبت شویو شمېرو ډېر لوړ

دغه سازمان همداراز د ښځینه هټۍ‌والو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما وايي، دا ډول نیونې او توقیفونه د ښځو او نجونو د تګ راتګ، بیان او خپلواکۍ حقونه محدودوي او هغوی له لا زیاتې ټولنیزې بدنامۍ او څنډې ته کېدو سره مخ کوي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلندونه پای ته ورسوي، د ټولو افغانانو بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي او د نړیوال بشري حقونو قانون له مخې د افغانستان مکلفیتونه مراعات کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here