د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان پر ریاض او نجران هوايي ډګرونو او د خمیس مشیط پر یوې هوايي اډې یې توغندیز بریدونه کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر دوه کروز توغندي او د نجران هوايي ډګر او خمیس مشیط هوايي اډې پر لور بالستیک توغندي توغول شوي دي.
سریع ادعا کړې چې بریدونو خپل هدفونه ویشتي، درې واړه تاسیسات یې زیانمن کړي او د ریاض او نجران په هوايي ډګرونو کې یې د الوتنې فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

