ملګرو ملتونو کې د هند د دایمي استازولۍ لومړي منشي راغو پوري د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې د پاکستان د استازي د خبرو په ځواب کې پر اسلاماباد سختې نیوکې وکړې.
پوري ویلي، په پهلګام کې له وژل شویو کسانو د هغوی د سیاسي نظریاتو پوښتنه نه وه شوې، بلکې د مذهب په اړه ترې پوښتنې شوې وې.
نوموړي زیاته کړې چې له دې سره سره پاکستان د مذهبي کرکې پر وړاندې د مبارزې خبرې کوي، خو په وینا یې، داسې شرایطو ته زمینه برابروي چې دا ډول کرکه دوام ومومي، په ځانګړي ډول د پولې هاخوا د ترهګرۍ له لارې.
نوموړي د «سندور عملیاتو» په اړه د پاکستان د بریا ادعاوې هم رد کړې او ویې ویل چې پاکستان د دې عملیاتو په اړه ناسمه کیسه، ناسم معلومات او تبلیغات خپروي.
پوري زیاته کړې: «که بمبار شوي هوايي ډګرونه او ویجاړ شوي رنوې پاکستان ته بریا ښکاري، نو هغوی ته اجازه ده چې خوند ترې واخلي.»

