پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeافغانستانآی‌او‌ام: له ایران او پاکستانه ۶.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي

آی‌او‌ام: له ایران او پاکستانه ۶.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمایي د ۲۰۲۶ کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د آی‌او‌ام د نوي راپور له مخې، د راستنېدونکو د بېرته ادغام پر وړاندې د کار، سرپناه، اسنادو او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی مهم خنډونه دي.

راپور ښيي چې ۵۳ سلنه راستنېدونکي بشپړې زده‌کړې نه لري، ۶۹ سلنه په تېرو ۳۰ ورځو کې بې‌کاره وو او ۵۴ سلنه کورنۍ او انفرادي راستنېدونکي خپلې اساسي اړتیاوې نه شي پوره کولی.

همداراز، ۷۷ سلنه راستنېدونکي په لنډمهالو سرپناوو کې اوسېږي او ۵۱ سلنه کافي د اوسېدو ځای نه لري. آی‌او‌ام وايي، خوړو، سرپناه او نغدي مرستو ته اړتیا د راستنېدونکو له مهمو لومړیتوبونو ده.

د راپور له مخې، ۱۶ سلنه انفرادي راستنېدونکي غواړي له افغانستانه ووځي؛ په داسې حال کې چې ۷۵ سلنه ویلي، اوس مهال د هېواد د پرېښودلو پلان نه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here