پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeسیاستترکیه: د مکې دفاعي تړون له مخې د بریدونو لپاره د بل...

ترکیه: د مکې دفاعي تړون له مخې د بریدونو لپاره د بل هېواد خاورې ته خپل سرتېري نه لېږو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، انقره به د مکې د دفاعي تړون له مخې د بریدونو ترسره کولو لپاره د بل هېواد خاورې ته خپل سرتېري ونه لېږي.

فیدان ویلي، دغه تړون د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د متقابلې دفاع لپاره دی او که د تړون پر کوم غړي برید وشي، نور غړي یې باید دفاع وکړي؛ خو تړون د تعرضي عملیاتو لپاره نه دی.

هغه زیاته کړې چې د ترکیې پارلمان ته د تړون د وړاندې کولو لپاره اړین کارونه بشپړ شوي دي.

فیدان همداراز ویلي، ترکیه د اسرائیلو د اکتوبر ۲۷مې ټاکنو له پایلې پرته، د دغه هېواد په بهرني سیاست کې د پام وړ بدلون تمه نه لري.

نوموړي وویل، انقره دا هم ارزوي چې څنګه له سعودي عربستان سره د یمن د ایران پلوه حوثیانو د بریدونو پر وړاندې مرسته کولی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here