پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeافغانستاناوچا: په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان پوهنې ته ۱۶۰ میلیونه ډالرو...

اوچا: په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان پوهنې ته ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د پوهنې د برخې لپاره په ۲۰۲۶ کال کې ۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۲ میلیونه ډالر تمویل شوي دي.

اوچا په یوه پیغام کې ویلي، افغانستان ښوونکو، درسي خونو او تعلیمي سرچینو ته اړتیا لري او د نجونو وضعیت لا هم له دې امله سخت دی چې له منځنۍ او ثانوي زده‌کړو بې برخې دي.

دغه اداره ټینګار کوي چې د پوهنې لپاره بېړنی مالي ملاتړ او د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پای ته رسول باید نور ونه ځنډول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here