ایراني رسنیو د هرمز تنګي په سویلي برخه کې د درنو چاودنو راپور ورکړی او احتمال یې ښودلی چې تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې وي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دولتي ټلوېزیون د پوځي سرچینو په حواله ویلي چې ښايي هغه بېړۍ چې له ایران له خوا له ټاکل شویو سمندري لارو پرته تېرېدې، له ماینونو سره لګېدلې وي.
خو د بېړیو شمېر، هویت، احتمالي مرګژوبلې او د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

