د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې نن په ابو ظبۍ کې د افغانستان په وخت ۱۰:۳۰ بجې یوازنۍ ټېسټ لوبه پیلوي.
دواړو لوبډلو له وړاندې ټېسټ لوبې ته د چمتووالي تمرینات ترسره کړي.
دا په ټوله کې د افغانستان او بنګله دېش ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه ده. تر دې وړاندې یې دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي چې یو افغانستان او یوه بنګله دېش ګټلې ده.

