د ایران د ولسي جرګې د تولید د ملاتړ کمېسیون مشر محسن زنګنه وايي، هېواد یې په چابهار بندر کې د افغانستان د ترانزیټي فعالیتونو د اسانتیا لپاره ځانګړې ځمکه ورکوي.
د زنګنه په وینا، افغان لوري د لا ډېرو ځمکو غوښتنه کړې او ایران هم، له خپلو محدودیتونو سره سره، چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان لپاره نوره ځمکه هم ځانګړې کړي.

