د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ “المرصاد” خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډلې مهم قومندان برهان، چې په “زید” مشهور و، د نامعلومو وسلهوالو لخوا د پاکستان په پنجاب ایالت کې وژل شوی دی.
المرصاد د خپلو سرچینو په وینا لیکلي چې برهان د داعش خراسان د مهمو ځواکونو له مرکزي قومندانانو څخه و او له خپلو دوو ملګرو، قاري فاتح او ابوبکر، سره یې نږدې اړیکې لرلې.
سرچینې زیاتوي چې برهان د افغانستان په ختیځ زون کې هم د دې ډلې په مهمو فعالیتونو کې رغنده رول درلود.
په پاکستان کې د وروستیو چریکي بریدونو په لړ کې د داعش خراسان د قومندانانو دا دوهم هدف قرارول دي، چې کره معلومات یې د المرصاد له لارې خپرېږي.

