چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeامنیتد ایران او امریکا جګړه؛ ایران په اردن کې د امریکا پر...

د ایران او امریکا جګړه؛ ایران په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه او د هرمز تنګي ته نږدې پر ۱۰ بېړیو برید کړی

د ایران سپاه پاسداران وايي، د امریکا له لوري د پنځو ایراني تېلو وړونکو بېړیو له ویجاړولو وروسته یې په اردن کې د امریکايي ځواکونو له خوا پر کارېدونکې پوځي اډې بالستیک توغندي توغولي او د هرمز تنګي ته نږدې یې پر ۱۰ بېړیو برید کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ایران برید د اردن د «الازرق» سیمې ته نږدې د امریکا پر پوځي اډې شوی. د اردن پوځ وايي، له ۲۰ توغول شویو توغندیو څخه یې ۱۸ شنډ کړي او دوه نور په نااشغال شویو سیمو کې لګېدلي؛ د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

سپاه پاسداران همداراز ویلي چې د هرمز تنګي د تېرېدو هڅه کوونکو ۱۰ بېړیو، چې دوه امریکايي بېړۍ او اته د تېلو ټانکرونه پکې شامل دي، په نښه کړي دي.

امریکا تر دې مخکې اعلان کړی و چې د ایران د سپاه له خوا د یوې امریکايي جنګي بېړۍ د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې یې پنځه ایراني د تېلو ټانکرونه ویجاړ کړي دي.

د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو تازه لړۍ په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړی او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه یې اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here