چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeافغانستانافغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار

افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي دغه لیدنه په کابل کې د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مراسمو کې ترسره کړې او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د روسیې د سفارت له همکاریو مننه کړې ده.

نوموړي د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د پانګونې د جذب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here