شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانعباس عراقچي؛د افغانستان او پاکستان د نږدې کولو لپاره د سیمه‌ییزې ناستې...

عباس عراقچي؛د افغانستان او پاکستان د نږدې کولو لپاره د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدو اعلان وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات د رامنځته کولو په هڅو کې بوخت دی او د دې مسلې د تعقیب لپاره به یوه سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي.

عراقچي د ناستې د وخت، ځای او ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله ایران هڅه کوي د اړیکو د ښه‌والي لپاره منځګړیتوب وکړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here