د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې القاعده د خپلو سیمهیزو شبکو د پراخېدونکي ځواک له امله بیا راڅرګندېدونکې ده او هڅه کوي ځان د ولس د واکمنانو بدیل وښيي.
ډان لیکلي، چې د حکومتونو له لوري د خلکو د اوږدمهاله شکایتونو له پامه غورځولو خلا، افراطي ډلو ته د نفوذ او ځای موندلو لارې پرانستې دي.

ډان زیاتوي، که څه هم مرکزي القاعده کمزورې ده؛ خو سیمهییزو ملګرو یې اغېز ډېر پراخ کړی، او دې شبکې ته یې د تمویل، استخدام او عملیاتو وسیلې برابرې کړي دي.
ډان ویلی، د طالبانو د حکومت نړیوال تعامل او په سوریه کې د احمد الشرع د حکومت د منلو وروسته، القاعده دا باور لري چې که یوه سیمه تر خپل واک لاندې کړي، د نړیوالې ټولنې رسمیت ترلاسه کول ورته ممکن کېدای شي.

د ډان په خبره، القاعده اوس د جګړې ترڅنګ د سیاست او دیپلوماسۍ لارې هم کاروي.

