شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند اردن پاچا او شهباز شریف؛د سیمې پر حالاتو او دفاعي همکاریو...

د اردن پاچا او شهباز شریف؛د سیمې پر حالاتو او دفاعي همکاریو خبرې کړې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اردن پاچا عبدالله دویم بن الحسین پاکستان ته په سفر تللی او هلته یې د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي.

د دواړو مشرانو تر منځ په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او هند وضعیت هم مطرح شوی؛ خو د دغو بحثونو جزییات لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د معلوماتو له مخې، اسلام‌اباد او امان پرېکړه کړې چې د اقتصادي، سیاسي او کلتوري همکاریو تر څنګ به په دفاعي برخه کې هم شراکت پراخوي او ګډ کار به زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here