د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سره په میلک بندر کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هدف خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو لوریو د میلک – ابرېشم په پوله د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د بار لېږد رالیږد د اوسني وضعیت ارزونه کړې او د موجودو ستونزو د حل لپاره پر عملي لارو چارو سلا شوي دي.
یاد وزارت ویلي، میلک بندر د افغانستان لپاره د سیمې له بازارونو سره د نښلولو مهمه دروازه ده، او د دې لارې د لا اسانتیا لپاره د دواړو هېوادونو همغږي اړینه ده.
د ایران د سیستان او بلوچستان والي هم ژمنه کړې چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او علمي همکاریو د پراختیا لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دواړو لورو اقتصادي اړیکې نوره هم پیاوړې شي.

