د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د طالبانو حکومت له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي.
نبیل په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانان د پاکستان تېری غندي؛ خو طالبان یې لا هم «نامشروع، تړلی او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.
هغه ویلي، طالبان باید د خلکو پر احساساتو لوبې ونه کړي او د افغانانو ګډ مخالفت د خپلې واکمنۍ د مشروعیت دلیل ونه ګرځوي.
نبیل زیاتوي چې د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو د درې لسیزو اړیکې لا هم جدي پوښتنې راولاړوي، او که طالبان له ISI سره د اړیکو د نشتوالي ادعا کوي، باید په ساده ازمیښت یې ثابته کړي.
نوموړي ویلي، طالبان دې قسم وخوري چې د دوی جنګیالي او مشران دا مهال په کراچۍ او کوېټه کې تر درملنې لاندې نه دي او د ISI اړوند څانګو له لوري ورته مالي ملاتړ نه کېږي.
نبیل ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو په اړه روښانه دریځ و نه نیسي، نشي کولای د افغانانو د پاکستان ضد دریځ د خپل ملاتړ په توګه وکاروي.

