رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د پولو له پرلپسې بندېدو وروسته طالبان هڅه کوي د سوداګرۍ لپاره پر ایران او د منځنۍ آسیا پر لارو تکیه زیاته کړي، څو د اسلام اباد له اقتصادي فشار څخه ځان خلاص کړي.
راپور زیاتوي چې طالبان د ایران له امتیازاتو په ګټې اخیستنې سره د هند په ملاتړ د چابهار بندر له لارې ترانزیټ ته مخه کوي، ترڅو د پاکستان له لارې د بار د درېدلو ستونزه کمه کړي.
په همدې تړاو د طالبانو حکومت د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، که پاکستان غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانېزي، باید قوي او باوري تضمین ورکړي چې دا لارې به بیا هېڅ وخت نه د جګړې او نه د عادي حالت پر مهال بندېږي.
له بلې خوا هغه د پاکستاني درملو واردات د درې میاشتو په موده کې د درولو امر هم کړی دی.
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې تجارتي لارې له یوې میاشتې راهیسې تړلې پاتې دي.

