شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند تاجیکستان لوړپوړي دولتي پلاوي؛نن کابل ته د اړیکو د پراخېدو په...

د تاجیکستان لوړپوړي دولتي پلاوي؛نن کابل ته د اړیکو د پراخېدو په موخه سفر کړی

سرچینې وايي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازیو یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن شنبه کابل ته رسېدلی دی.

د دغه سفر موخه د طالبانو حکومت او تاجیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخېدل بلل شوي، او ویل کېږي چې پلاوی به له بېلابېلو طالب چارواکو سره د همکاریو پر راتلونکو مرحلو ژور بحثونه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې د مهمو اړیکو ترڅنګ به په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو حکومت د سفارت او یو لړ نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه هم خبرې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here