د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې نن په کابل کې د طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو له ۹ زره ۳۷۷ فارغانو څخه د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ ازموینه واخیسته.
دا ازموینه په ځانګړو مراسمو کې واخیستل شوه چې د یادې ادارې طالب مسوولینو پکې د نويو بدلونونو او موخو په اړه خبرې هم کړي.
مسولینو ویلي، چې ګډونوالو نه یوازې خپلې تحصیلي دورې، بلکې د ستاژ عملي مرحله هم بشپړه کړې، او د ازموینې له بریالیتوب وروسته به ورته د تخصصي زدهکړو، روغتونونو کې د عملي کار او مسلکي خدمتونو فرصت برابر کړي.
یاده اداره زیاتوي چې سږنی بهیر د شفافیت، منظم مدیریت او لوړ ګډون له مخې تر پخوا پراخ او معیاري ترسره شوی دی.

