د جمعیت اسلامي ګوند مشر او پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د طالبانو حکومت «بدوي ډله» بللې او ویلي یې دي چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو د کار، هوساینې، سولې او پرمختګ هېڅ نښه نه ښکاري.
هغه په R24 تلویزیون خپره شوې مرکه کې ټینګار کړی چې د طالبانو وخت به ختمېږي او د دوی د حکومت دوام ناممکن دی.
اسماعیل خان وايي طالبان حکومت نه، بلکې هغه ډله ده چې د لویو هدفونو د پوره کولو لپاره راوستل شوي او دا هدفونه به په راتلونکي کې روښانه شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ازادۍ مسوولیت د هر افغان پر غاړه دی او د خلکو مهاجرت د همدې مبارزې لپاره د چمتووالي مانا لري.
اسماعیل خان د نظامي اقدام په اړه ویلي چې د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې ګډوډ دي او همدغه وضعیت د وسلهوال اقدام چانس کم کړی؛ خو وایي د مخالفو سیاسي او سازماني هڅو بهیر روان دی او هیله لري چې د عملي اقدام زمینه هم برابره شي.

