د ننګرهار طالب چارواکي وايي، هغه د مېوو او سبزیجاتو لېږد چې د تورخم له لارې پاکستان ته روان و، د سرحد د تړل کېدو له امله بېرته راګرځول شوی او اوس په هېواد کې دننه پلورل کېږي.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي، ملا عزیزالله مصطفى، د جلالاباد د مېوو بازار کې له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي، ولایت مقام هڅه کوي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره کورني او بهرني بازارونه پراخ کړي.

هغه له شتمنو او سوداګرو وغوښتل چې د افغان تولیداتو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

