شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانسهیل اپریدی:د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو تښتوونکي د پښتنو د امن...

سهیل اپریدی:د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو تښتوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د امن جرګې له ختمېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د تښتونې په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د مېلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

هغه ټینګار کړی چې دا کار د پښتنو د روایاتو خلاف دی او خبرداری یې ورکړی، که دا ډول کړنې دوام وکړي، سخت غبرګون به وښودل شي.

یادې څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي نورالله ترین او حنیف پشتین د امن جرګې له پرېښودو وروسته تري تم شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here